سعودي د کاناډا لویو ښارونو ته الوتنې درولې

سعودي عربستان له کاناډا سره د بشري حقونو په تړاو د اختلاف له کبله ریاض د کاناډا لویو ښارونو ته سفر او کاناډايي پوهننتونونو ته د سعودیانو استول درولي دي.

سعودي وايي، د دغه خلیجي سلطنت په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له امله له کاناډا سره ټوله نوې سوداګري او پانګونه ځنډوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه لړۍ ټوېټونو کې وايي، د کاناډا سفیر له هېواد اېستل غواړي او له اوتاوا هم خپل سفر ور بولي.

د ریاض دا ګام له هغه وروسته دی چې کاناډا وویل، د سعودي له خوا د ځینې انساني حقونو د فعالو د نیونې له امله "سخت خواشیني" دي.

په نیول شوو فعالو کې سعودي توکمه امریکايۍ سمرا بداوي هم ده، چې د ښځو د حقونو لپاره یې هڅې کولې.

مېرمن بدوي پر سعودیو مېرمنو د نارینه وو د قیمومت یا سرپرستۍ نظام د پای ته رسېدلو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په خپلو چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه مني.

دوی د کاناډ د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اونۍ بیان ته اشاره کوي چې پکې له ریاض غوشتل شوي د مدني ټولنې او ښځو چارو فعالې سملاسي خوشې کړي.

د سعودي وزارت د کاناډا دغه دریځ پر سلطنت یو برید بولي وا وايي اوس به

  • د دواړو هېوادونو ترمنځ ټوله نوې سوداګري او پانګونه ځنډېږي.
  • د کاناډا سفیر نه مني او ترې غواړي چې څلرویشتو ګړیو کې دغه هېواد پرېږدي.
  • کاناډا کې پر خپل سفیر غږ کوي چې ریاض ته ستون شي.
  • د نورو ګامونو پورته کولو حق هم د ځان لپاره خوندي بولي.

د کاناډا حکومت تراوسه د سعودي د دې ډيپلوماټیکو قیوداتو په هکله څه نه دي ویلي.

سعودي کې د مېرمنو نیول له هغه پرمختیاپال انځور سره ټکر دی چې سږ کال د دغه هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ پلان شوی دی.

نوموړي تېر کال له هغه وروسته ډېر په دې وستایل شو چې ویې ویل د جون له ۲۴ به په دغه هېواد کې له مېرمنو د لسګونو کلونو موټروانۍ بندیز لرې شي.

سعودي کې د ښځو حقو په برخه کې فعالو- ان هغوی چې اوس بندۍ دي- دغه پرېکړه وستایله.

خو له دې بندیز لرې کېدلو څو اونۍ مخکې سعودي د ښځو د حق غوښتنې اووه فعالې ونیولې.

د سعودي حکومتي تلوېزون وايي، دغه مېرمنې له یوه بهرني هېواد سره د اړیکو له امله نیول شوې دي.

خو مېرمنې لا هم وايي چې په دغه هېواد کې به د هغو قوانینو د پای ته رسولو لپاره مبارزه کوي چې له مېرمنو سره توپیري چلن بلل کېږي.

ښځې باید حجاب ته ژمنې اوسي، له نامحرم لرې اوسي، له نارینه سرپرست- پلار، مېړه یا ورور- یې ملګری یا اجازه لیک ولري که سفر، کار یا روعتيايي خدمتونو ته لاسرسی غواړي.

د سعودي ولیعهد د بډو ضد کمپاین له امله هم وستایل شو، چې پکې نوموړي تېر نومبر لسګونه شهزادګان، د حکومت وزیران او سوداګر ونیول او بیا د نږدې ۸۰ یا ۱۰۷ میلیارد ډالرو په بدل کې خوشي شول.