تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د داعش برتانوي اورپکي پر ډیورنډ کرښه لیدل شوي"
برتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼې لیکلي، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې له ماتې وروسته د دغې ډلې برتانوي جنګیالي په افغانستان کې د جګړې لپاره روزل کېږي.
ورځپاڼې په برتانیا کې د افغانستان د سفیر سید طیب جواد له خولې لیکلي ، د افغانستان او برتانیا څارګرې ادارې په دې کار کوي چې برتانیا ته د بېرته راتګ پر مهال څنګه د ممکنه خطر مخه ونیول شي.
هغه ویلي، د اسلامي دولت نومې ډلې برتانوي تابعیت لرونکي یو شمېر غړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې فعالیت کوي.
نوموړي ورځپاڼې ته ویلي، پاکستاني الاصله برتانوي وګړي له دغې ډلې سره یو ځای شوي او پر ډیورنډ ګرښه لیدل شوي چې د افغانستان او برتانیا د امنیت لپاره یو ګواښ دی.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه
ګارډین ورځپاڼې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن له مور سره مرکه کړې.
اولیا غانم سره دا مرکه د سعودي عربستان په جدې ښار کې شوې ده.
دې ویلي چې اسامه ور سره ډېره مینه لرله او هغه ډېر نېک هلک و، خو کله چې ددې په وینا پوهنتون ته لاړ او هلته یې زدکړې پیل کړې، نو فکر یې ور بدل شو.
مېرمن غانم ګارډین ته ویلي، په وروستي ځل یې اسامه بن لادن په ۱۹۹۹ کال کې په کندهار کې ولید او هغه دې او د کورنیو نورو غړو ته ښه مېلمستیا ور کړه.
د مرکې پر مهال له هغې سره په خونه کې د هغې دوه زامن او د هغې دویم مېړه او امنیتي مسوول هم موجود و.
د اسامه بن لادن مور چې اوس یې عمر له ۷۰ کلونو اوښتی، وايي، کله چې اسامه له دې لیرې و، نو هغه وخت پر دې سخت تېرېده.
ورځپاڼې د اسامه د مور انځورونه هم خپاره کړي دي.
د هغې څنګ ته پر مېز د اسامه بن لادن یو نسبتا لوی انځور هم ایښودل شوی. په دې انځور کې اسامه ځوان ښکاري او هغه مهال اخیستل شوی کله چې په افغانستان کې د روسیې ځواکونه و او ګڼ شمېر عرب جنګیالي افغانستان ته تللي وو.
مصرۍ الیوم السابع ورځپانه
مصري ورځپاڼې "الیوم السابع" لیکلي، په مصر کې د قبطي کلیسا مشر دویم "توادروس" ویلي، غواړي په فېسبوک کې خپله پاڼه وتړي.
ځکه دی وايي، فېسبوک د وخت او عمر ضایع کول دي.
د ده په وینا په دې کار سره دی غواړي د عبادت لپاره وخت سپما کړي.