ولې سعودي د ښځو حقونو فعالانې بندیانوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي سعودي عرب کې د ښځو د حقونو دوه نورې فعالانې زنداني شوې دي.
د بشري حقونو لپاره د خليج مرکز وايي، ثمر بداوي او نسيمه الصدا دوه ورځې وړاندې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوې .
داسې برېښي چې په سعودي عربستان کې د ښځينه حقونو نوموتو فعالانو د نيونې څپې دوام لري.
سره له دې چې ښځو له تېرې يوې مياشتې راهيسې د موټر چلولو حق هم تر لاسه کړی.
ثمر بداوي يو مهال له مېشل اوباما او هېلري کلنتن سره يو ځاى پر دريځ ولاړه وه او د نړۍ زړورو ښځو امريکايۍ جايزه يې ترلاسه کړه.
هغه د وېبلاگ ليکونکې ريف بداوي خور ده چې دين ته د سپکاوي په تور په لسو کلونو بند او زرو متروکو محکومه شوې.
سمر بداوي د ښځو پر گاډي چلولو د بنديز پر وړاندې مبارزه کې يو کليدي غږ و.
نسيمه الصدا هم په دې برخه کې مخکښه وه او رپوټونه وايي چې نيول شوې ده.
هغې درې کاله وړاندې هڅه کړې وه چې ټاکنو لپاره ځان نومانده کړي، خو ورباندې بنديز ولگول شو.
د دوى نومونه د هغه وتلو سعودۍ ښځو په نوملړ کې ور زيات شول چې په دې وروستيو کې نيول شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغو ټولو نیول شويو ښځو د گاډي چلولو پر وړاندې مبارزه کې رول لوبولى و.
هغوى د ښځو لپاره د نورو حقونو غوښتنه هم کوله په ځانگړې توگه د نارينه وو د قيموميت يا مشرۍ سيستم ختمول.
خو داسې برېښي چې د سمون په تړاو د کېدونکو خبرو سره سره دا کړنه د سعودي چارواکو له زغمه وتلې خبره وه.
د سعودي په سلطنت کې د بدلون رامنځته کولو د غورځنگ تر شاه اصلي خوځنده ځواک شهزاده محمد بن سلمان به ښايي هم داسې انگېري، اوس هم اړتيا ده چې ډېرى مذهبي او ټولنيز زاړه پال سعوديان راضي وساتل شي.










