تایلنډ: غوټه وهونکو له سمڅې څلور ایسار زلمیان را و ایستل

تایلنډي چارواکو ویلي، د فوټبال د هغو ۱۲ ماشومانو او د هغوی د روزونکي د ژغورلو د عملیاتو له پیل وروسته یې، نن څلور ځلمیان له سمځې اېستلي دي.

دغه ماشومان له دوو اونیو راهیسې یوه سمڅه کې بند پاتې دي.

هلته په تېرو څو ورځو کې د اوبو له کبله د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ شوي وو.

د دغو ماشومانو د ژغورونکې ډلې څارونکي ویلي، ۱۸ غوټه وهونکي د ماشومانو د ژغورنې عملیاتو کې ګډون کړي.

چارواکو ویلي، اوس ښايي له سمڅې د میلیونونو لیترو اوبو په راوتلو سره د ژغورنې عملیات یوڅه اسانه شي.

د چیانګ رای سیمې، چې دغه سمڅ پکې ده، چارواکي نارونګاسک اوسوتانکورن ویلي، اوس د هوا حالات ښه بلل شوي، خو لاهم وېره شته چې موسمي بارانونه دې وشي او سمڅې ته تنګه لار بیا اوبه بنده کړي.

د تېرې جون له ۲۳مې راهیسې ژغورونکي دغو ماشومانو ته خواړه، اکسیجن او لومړني طبي توکي استوي.

نارونګاسک ویلي: "اوس او راتلونکو څلورو ورځو کې وضعیت دې ته برابرېږي چې ماشومان راوایستل شي."

پلان څه دی؟

ملکي او پوځي ژغورنډلې د ماشومانو او د هغوی د روزونکي د ژغورلې لپاره خطرناکې لارې ته ځانونه سیخ کړي دي.

د سمڅې د ننه د اوبو د وتلو لپاره نور سوري کیندل شوي.

وړاندې ویل شوي وو، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي، نو ښايي څو میاشتې دغه ماشومان سمڅ کې پاتې شي.

د تېرې شنبې په ورځ نارونګاسک وویل، ماشومانو د لامبو ځینې مهارتونه زدکړي دي.

پېښه څنګه وشوه؟

د سمڅې له خولې نه څلور کیلومتره لرې د برتانیا یوې ډلې د سمڅې د ننه د دوشنبې په ورځ د دغو ماشومانو څرک ولګاوه.

دغه ماشومان، چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، د یوه څېړنیز سفر پرمهال له خپل روزونکي سره په دې سمڅه کې بند پاتې شول.

د سمڅې ژورو کې د دوی موندلو نژدې لس ورځې وخت واخیست.