سوریه کې د ابو بکر البغدادي د زوی وژل کېدو خبر

د "اسلامي دولت" نومې ډلې سرچینو ویلي،‌ چې ددغې ډلې د بنسټګر ابو بکر البغدادي زوی حذیفه البدري د سوریې حمص ولایت کې د همدې ډلې په یوه برید کې وژل شوی دی.

پر اعماق وېبپاڼې خپرې شوې وينا پاڼه کې راغلي "د خليفه زوى حذيفه البدري د حمص ښار حرارتي برېښنا کوټ کې د علويانو او روسانو پر وړاندې د يوه عمليات پر مهال ووژل شو."

د داعش پر وېبپاڼې خپرې شوې وينا پاڼه کې نور جزييات نه دي ورکړل شوي، خو د يوۀ تنکي هلک انځور تر سترگو کېږي چې وسله يې په لاس ده.

د اسلامي دولت نومې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د زوى وژل کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په خپله د البغدادي د ځاى ځايگي په اړه لا هم کره مالومات نه دي ترلاسه شوي، خو د چارو څارونکي وايي د خپرې شوې وينا پاڼې له متنه داسې برېښي چې گواکې نوموړى ژوندى وي.

وروسته له هغه چې البغدادي په ٢٠١٤ م کال کې د عراق موصل ښار په جومات کې را څرگند شو او ځان يې د مسلمانانو خليفه اعلان کړ، څو ځل يې د وژنې او يا ټپي کېدو رپوټونه خپاره شوي دي.

د نوموړي وروستى پيغام تېر سپتمبر کې خپور شوى و چې پر خپل لارويانو يې په عراق سوريه او د نړۍ نورو برخو کې جگړې ته د وام ورکولو غږ وکړ.

دا هم لوستلی شئ

دغه ډله تر ډېره "النصیریة" توری هغې علوي ډلې ته کاروي، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم ورته منسوبېږي.

په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، عراقي هوايي ځواکونو نن سوریه کې د دغې ډلې درې ودانۍ په نښه کړې دي.‌

نوموړي د عراق رسمي تلوېزیون ته په اونیزه وینا کې وویل،‌ عراقي هوايي او وسله والو ځواکونو ته یې پر دغو ودانیو د بمباریو امر کړی و چې ټول مېشت کسان پکې وژل شوي.

عراق په تېره ډیسمبر میاشت کې پر "اسلامي دولت" نومې ډلې خپله بریا اعلان کړه.‌

خو له هغه وخت راهیسې،‌ د عراق پر امنیتي ځواکونو او د دوی پر ملاتړو ملېشو ددغې ډلې بریدونه لاهم دوام لري.

عراقي ځواکونه ددغو بریدونو له کبله اړ شوي چې د انبار په دښتو او نورو سیمو کې ددغې ډلې پل پسې واخلي.

عراقي ځواکونو په تېره مې میاشت کې هم سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې ضد بریدونه پیل کړل.‌

"نالیدلی شیخ"

د ابو بکر البغدادي په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوي، خو د هغه د پټنځي په اړه آن د داعش جنګیالي هم د څه ویلو حق نه لري.

ویل کېږي البغدادي خپلو قومندانانو او پلویانو ته د وینا پرمهال ماسک اچولی وي، چې له همدې کبله په "نالیدلي شیخ" هم مشهور شوی دی.

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

البغدادي ـ چې دا یې ښايي اصلي نوم نه وي ـ د اټکل له مخې د بغداد شمال سمارا کې په ۱۹۷۱ کال زیږېدلی.

رپوټونه وايي، نوموړی په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ پر عراق د یرغل پرمهال د ښار په یوه جومات کې ملا امام و.

ځینې باور کوي چې هغه د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال هم اورپکی او د جهادیانو په ډله کې و. ځینې نور بیا وايي، نوموړی د عراق سوېل کې د امریکايي ځواکونو اډې اړوندې په "بوکا" زندان کې تر څلور کلني زندان وروسته سخت دریځی شو؛ ځکه چې هلته له ده سره ګڼ القاعده بندیان هم ساتل کېدل.

نوموی بیا وروسته په عراق کې د القاعدې مشر وټاکل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۰ کال د همده په هڅو "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله جوړه شوه.

د ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې، امریکا په رسمي توګه البغدادي "ترهګر" وباله او د هغه د وژلو او یا نیولو پر سر یې ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بغدادي ډلې د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې د ځمکنیو عملیاتو او پر لوېدیځو ښارونو او د ۲۰۵ کال نومبر کې پاریس کې د خونړیو بریدونو له پیلولو مخکې د عراق دویم ستر ښار موصل ونیو.