تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
موصل کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' مفتي وژلی
عراقي ځواکونو ویلي، د موصل پرله پسې عملیاتو په لړ کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي برید کې د 'اسلامي دولت' ډلې مفتي عبدالله البدراني وژل شوی دی.
البدراني د ''اسلامي دولت'' له وتلو او سترو مذهبي مشرانو ګڼل کېده.
رپوټونه وايي، البدراني د موصل لوېدیځ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ په نخښه شوی دی.
اټکل دی چې نوموړی د دغې ډلې د ګڼو احکامو صادرولو تر شا و، چې د ولسي وګړو د ځورونې، وژنې او او ان پر هغوی د جنسي تېري پېښو کې یې فیصلې کولې.
عراقي ځواکونه دا مهال د موصل ښار النوري جومات شاوخوا سیمو نیولو هڅه کوي.
د ''اسلامي دولت'' مفتي څوک دی؟
''اسلامي دولت'' ډلې په ګڼو وګړو کې وېره خپره کړې ده چې له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو ټول ترې ترهېږي.
ابو ایوب موصل کې ښه نوم نه درلود، ځکه چې هغه ډېر سخت دیني احکام صادرول.
باور دی چې ابو ایوب به د عراق شمال کې د ایزیدي ښځو د مینځو ګرځولو احکام خپرول، پر هغوی یې د جنسي تېریو په ملاتړ احکام صادرول.
په وروستیو کې نوموړي د موصل ختیځه برخه کې پر ولسي وګړو د بریدونو لپاره ''اسلامي دولت'' ډلې ته د بریدونو فتواوې ورکولې.
د النوري جومات سیمه د عراقي ځواکونو یو مهم هدف ګڼل کېږي، چې باید ویې نیسي.
هلته په ۲۰۱۴ کال په لومړي ځل د ''اسلامي دولت'' مشر ابو بکر البغدادي راڅرګند شو او سوریه او عراق کې یې د خلافت اعلان وکړ.