"ریاض کې پر سعودۍ خبریالې سختې نیوکې شوې"

پر خواله رسنیو عربي نړۍ، په تېره بیا سعودي عربستان کې د هغې وېډیو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، چې ویل کېږي سعودۍ خبریاله شیرین الرفاعي پکې نیمه بربنډ حالت کې غږېږي.

دا وېډیو پر سعودي ښځو د موټرچلونې د بندیز لرې کېدا پر دویمه شپه ډکه شوې ده.

په وېډیو کې یاده خبریاله د ښځو سپین اوږد، خو پرانیستی کمیس لري، خو ترې لاندې جامې یې معلومېږي چې د خواله رسنیو کارنو پرې توند غبرګونونه ښودلي.

دوی دا د سعودي په محافظه کاره ټولنه کې یو بې باکه کار بللی دی؛ ځکه چې هلته ښځې معمولاً داسې جامې اغوندي چې ټول ځان یې پکې پېچلی وي.

د وېډیو له خپرېدا وروسته، سعودیانو پر ټویټر (سعودیان: #ریاض_کې_بربنډه_موټر_چلوي) هشټګ لاس په لاس کړی او تر ۱۰۸ زرو ډېر شریک شوی دی.

ټویټر کارنو له چارواکو د مستقیمې مداخلې غوښتنه کړې چې له یادې خبریالې پوښتنې وشي.

یوه ټویټر کارن لیکلي: "فکر کوم دا دروغ دي. دا ریاض نه دی، دا کوم بل ځای کېدای شي."

یوه بل بیا دغه انځور ته لیکلي: "خویندو ته زما پیغام! ستاسې مخ کې دغه شهزادۍ بې حسابه پیسې لري، خو حجاب کولو ته څه شي مجبوره کړې ده."

دوی دا هم پوښتلي چې "ایا د ښځې موټرچلونه اړتیا او د اخلاقي فساد وسیله ده؟."

په مقابل کې، ځینو ټویټر کارنو د وېډیو له څښتنې سره همغږي ښودلې، یوې ټویټر کارنې د یوه سعودي سړي هغه وېډیو خپره کړې، چې روسیه کې د سعودي د فوټبال سیالیو پرمهال یوه روسۍ نجلۍ مچي کوي. دا لیکي: "پر دغې نجلۍ نیوکه کوي، حال دا چې هلته دا کارونه کوي."

یوه رسام بیا سعودي ښځو ته د ازادۍ ورکول داسې انځور کړي: "له اسلامي دیني ښوونو د ښځو وتلو حالت."

سعودۍ خبریالې شیرین الرفاعي د دغو نیوکو پروړاندې چوپه خوله پاتې شوې، خو هغه ټویټونه یې بیا خپاره کړي چې له دې یې دفاع کړې ده.