الجزایر ازموینو کې د نقل د مخنیوي لپاره انټرنېټ بند کړ

د الجزایر حکومت د لېسې ازموینو کې د درغلیو او نقل د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې انټرنېټ بند کړ.

د ازموینو له پیلېدلو یوه ګړۍ مخکې سیم او بې سیمه انټرنېټي شبکې پرې کېږي.

دا کار به تر پنځو ورځو( د جون له شلمې تر پنځویشتمې) روان وي، چې ازموینې پکې دي.

له لیسې د فارغېدلو یا وروستي کال ازموینه کې تېر دوه کلونه ډېر نقل یا درغلي کېده او له ازموینې مخکې یا پر مهال یې پوښتنې درز کېدلې.

خو حکومت هیله من دی چې سږ کال په دغه تدبیر سره د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

تېر کال حکومت له نېټ وېشونکو شبکو وغوښتل چې د ازموینې پر مهال خواله رسنۍ بندې کړي.

خو داسې ښکاری چې ډېری شرکتونو دا کار ونه کړ.

د الجزایر د پوهنې وزیره نوریه بن عبریط د دغه هېواد نهار ورځپاڼې ته ویلي، چې په اوسنیو ازموینو کې به فیسبوک ته لاسرسی ناشونی وي.

مېرمن بن عبریط زیاتوي، حکومت له دې پرېکړې خوښ نه دی، خو په ورته مهال د ازموینې د پوښتنو له درز کېدلو هم بې پروا کېدلی نه شو.

د اینټرنېټ پر پرې کولو سربېره حکومت زدکوونکي او ازموینه اخیستونکي اړ کړي چې خپلې برېښنايي وسیلې له ازموینې بهر پرېږدي.

د ازموینې د ټولو دوو زرو تالارونو ته ننوتلارو کې هم داسې وسیلې لګول شوې چې دې تالارونو ته د برېښنايي وسیلو د قاچاق مخه نیسي.