تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایف بي ای نڅاګر جاسوس له ډز وروسته تورن شو
د ایف بي ای یو جاسوس - چې په رسمي دنده کې نه و - په ډینور شپني کلپ کې د نڅا پرمهال په ناڅاپي توګه پر یوه سړي ډز کوي، په دویمه درجه برید تورن شوی.
دغه جاسوس چې پولیسو یې نوم چېس بیشاپ ښودلی، په یوه نایټ کلپ کې شا ته په لټ اوړي او د پتلانه له جیبه یې تومانچه ترې لوېږي او یو د یوه تماشاچي پر پښه ډز کوي.
ښاغلی بیشاپ د سې شنبې په ورځ ځان پولیسو ته سپاري او په دویمه درجه برید تورنېږي.
په پام کې ده چې نومووړی به د چارشنبې په ورځ د محکمې ناسته کې راڅرګند شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د ایف بي ای یوې ویاندې د یادې پېښې په اړه څرګندونې ونه کړې چې هدف یې د څېړنو د شفافیت ساتنه ده.
د ۲۹ کلن بیشاپ د یادې پېښې وېډیو په پراخه کچه پر خواله رسنیو لاس په لاس شوې ده.
کله چې د هغه وسله پرځمکه لوېږي، دی یې راپورته کوي خو ډز کېږي.
په ډز لګېدلی کس روغتون ته وړل شوی خو ټپ یې د اندېښنې وړ نه دی ګڼل شوی.