اتریش غواړي "سیاسي" جوماتونه وتړي او امامان یې وباسي

د عکس سرچینه، Getty Images
اتریش اعلان کړی چې هغه اووه جوماتونه به وتړی او امامان به یې له هېواده وباسي چې د بهرنیو هېوادونو له لوري یې ملاتړ کېږي.
د اتریش چانسلر سیباسټین کارز ویلي دا ګام یې د سیاسي اسلام د کابو کولو په پار اخیستی.
حکومت وایي په اتریش کې له ۲۶۰ امامانو ۶۰ یې د حکومت له لوري تر ګروېږنو لاندې دي.
د جمعې په ورځ چانسلر کارز وویل "موازي ټولنې، سیاسي اسلام او د توندلارۍ لېوالتیا ته په دې هېواد کې ځای نشته."
چارواکي په دې هېواد کې له یوې اسلامي ادارې سره کار کوي چې هغه جوماتونه او امامان یې په ګوته کړي چې توندلاري او ملي ګرا اړیکې لري.
اتریشي رسنۍ وایي له دغو اوو جوماتونو یو یې ویانا فیورتین دی چې د ترکیې له ښي اړخو ملتپالو ډلې سره تړلی.
له دغو جوماتونو درې یې په ویانا، دوه یې په شمالي اتریش او یو یې په کارنتیا کې دي.




