"امریکا په افغانستان کې درې غوراوي لري"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې "افغانستان کې د امريکا راتلونکى گام" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.
مطلب وايي امريکا افغانستان کې په واقعبينانه ډول درې غوراوي لري:
لومړى، دا چې افغان حکومت ټيکاومن يا باثبات او افغانستان کې خپل حضور محدود کړي.
دويم، دا چې خپل سرتېري وباسي د دې فرضيې پر بنسټ چې جگړه نه شي گټلى او درېيم دا چې افغانستان کې خپل حضور دايمې کړي.
مطلب وايي که څه هم د ولسمشر ټرمپ له اوږد مهالې ستراتېژۍ داسې برېښي چې افغانستان کې اوږدمهالې موخې لري خو بيا هم سوېلي اسيا کې د امريکا د حضور په تړاو په کې پوښتنې ډېرې دي.
ليکوال وايي افغانستان کې د امريکا راتلونکى گام دغه هېواد لپاره ډېر مهم دى او بايد په ډېر زغم گام واخلي چې بري ته ورسېږي.
ليکوال وايي نړۍ اوس له يو قطبي حالته وځي، نو امريکا اړ ده چې افغان جگړې ته يو دايمي حل پيدا کړي.
نيويارک ټايمز:
امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې په سنگاپور کې د سرمشريزې پر مهال به ولسمشر ټرمپ او ولسمشر کېم جونگ اون چېرې کينې؟ څه به خوري او لگښت به يې څوک پرې کوي؟
ورځپاڼه وايي تېره اوونۍ د لوجستيکي دلايلو لپاره د دواړو هېوادونو پلاوي سينگاپور ته ورسېدل او د ناستې پر ټولو جزيياتو سره خبرې اترې کوي او هوکړې ته به رسېږي.
لکه دا چې کوم ولسمشر به چېري کېني، چاته به ورسره د سرمشريزې خونې ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي. ځو ځله به تفريح کوي او څو ځله به ډوډۍ خوري.
د ډالۍ په توگه يو بل ته څه ورکوي او څوک به د دې لگښت پرې کوي.
امنيتي تدابير به سينگاپور په غاړه وي، خو د خپلو مشرانو د خونديتابه څار دغه هېوادونه په خپله کوي.
ورځپاڼه وايي تېره جمعه د شمالي کوريا پلاوي له امريکايي هغه سره په دې چنې وهلې چې څوک د کېم جونگ اون او هغه سره د تلونکي پلاوي لپاره د هوټل لگښت ورکړي.
ورځپاڼه وايي شمالي کوريا تل نور هېوادونه دې ته اړ کوي چې د پلاوي د استوگنې لگښت يې پرې کړي او المپيک لوبو لپاره سويلي کوريا ته د کېم جونگ اون د خور سفر ته گوته نيسي چې ټول لگښت يې د سويلي کوريا حکومت پرې کړ.
ورځپاڼه وايي د شمالي کوريا مشران تشريفاتو ته ډېر ارزښت ورکوي. ورځپاڼه وايي په دغه راز ناستو کې د لوړ دريځ سياستوال تر ټولو وروسته خونې ته ننوځي او له وره ډېر لېرې کينې.
نو يوۀ جاپاني ډيپلومات وړانديز کړى چې ښه به دا وي د دوى کتنې لپاره داسې خونه غوره شي چې دوه دروازې ولري.
اېکسپرېس ټريبيون:
اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي ټاکل شوې چې روسيه او پاکستان د ١٠ ميليارډ ډالرو په ارزښت د غازو نل ليکې يوه تړون لاسليک کړي.
ورځپاڼه وايي روسيه غواړي په دې توگه د پاکستان د انرژۍ بازار ته لاسرسى ومومي.
ورځپاڼې د خپلو سرچينو په وينا ليکلي چې په مسکو کې د پاکستان سفير ته واک ورکړل شوى له غازپروم شرکت سره يو پوهاوى ليک په دې تړاو لاسليک کړي.
پاکستان غازپروم ته اجازه ورکړې چې په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړي.








