تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لومړۍ نړیوالې جګړې د یوه پوځي ۱۰۳ کلن چاکلېټ
په یوه اوسپنیز کوتي کې د چاکلېټ نهه داسې ټوټې موندل شوې چې عمر یې ۱۰۳ کاله ښودل شوی او د لومړۍ نړیوالې جګړې د یوه پوځي اړوند دي.
دا چاکلېټ د ریچرډ بولیمور له ځینو نورو اړوندو توکو سره موندل شوي. نوموړی د بریتانیا لیسټیرشیر پوځ کې پوځي و.
هغو بریتانیايي ځواکونو، چې فرانسه کې یې دنده سرته رسوله، د چاکلېټو دا کوتی موندلی. کوتی په مانسفیلډ کې جوړ شوی دی.
لکه څرنګه چې له عکسونو ښکاري، له دې چاکلېټو یوازې یوه ټوټه خوړل شوې او پاتې نهه ټوټې به یې د سې شنبې په ورځ د قیمتي توکو یوه لیلام کې وپلورل شي.
د "ایډیزونز" شرکت پاول کوپر وویل: "دغه یو کمیاب کوتی دی، خو په منځ کې یې د چاکلېټ موندل ډېره نادره او د نه منلو وړ خبره ده."
دی زیاتوي "ریچرډ نورې ډالۍ هم ترلاسه کړې، چې د پرېنسس ماري ډوله سیګرټو یو کوتی هم پکې دی، چې ټوله منځپانګه یې لاهم موجوده ده، یوازې درې سیګرټ یې کم دي."
اټکل دی دغه ټولګه به - چې چاکلېټ، سیګرټ، مډالونه، پیغامونه او نور شیان پکې دي - وپلورل شي او ارزښت به یې څه باندې ۲۰۰۰ پونډه وي.
پوځي بولیمور ته د خدمت له کبله ځینې مډالونه ورکړل شوي، چې یو یې د ۱۹۱۵ کال جولای کې د بلجیم جګړه کې د څرګندې زړورتیا په خاطر د ممتاز چلند مډال ورکړل شوی.
هغه مهال بولیمور له یوې پنځه کسیزې ګزمې سره د شپې وتلی و او ده یې مشري کوله.
که څه هم د دوی د دوښمنانو شمېر د هر یوه مقابل کې درې کسان وو، خو د بولیمور ګزمې پر دښمن د ګرنېټو برید وکړ او هغوی ته یې مرګ ژوبله واړوله.
بیا دغه کنډک شاتګ وکړ او بولیمور پر خپله شا خندق ته خپل یو ټپي ملګری یووړ.
د ۱۹۱۶ کال اکتوبر کې، هغه ته خدمت کې د ښه خدمت مډال ورکړل شو او هغه وخت خپل کور کې پر سر د ټپونو له کبله پروت و.
لږ موده وروسته روغ شو او په ۱۹۱۹ کال له لیسټیرشیر پولیسو سره یوځای شو او ترفېع ورکړل شوه. نوموړی د ۱۹۶۷ کال جنورۍ کې ومړ.