تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د نړۍ له نیمایي ډېر ماشومان له ګواښونو سره مخ دي"
د جون لومړۍ نېټه د نړۍ په کچه د ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره "سېو ده چلډرن" وایي، د نړۍ تر نیمایي ماشومان له بې وزلۍ او جګړې کړېږي، او له نجونو سره توپيري چلند کېږي.
یاده اداره په خپل وروستي رپوټ کې وایي، د نړۍ په کچه یو اعشاریه دوه ملیارده ماشومان له پورته یادو ګواښونو سره مخ دي، او ۱۵۳ ملیونه یې پر یو وخت له دې درېیو واړه ستونزو کړېږي.
د دې ادارې په وینا، په نړیواله کچه د تېر کال پرتله د ماشومانو وضعیت یو څه ښه شوی، خو دې برخه کې پرمختګ لا هم ټکنی دی.
"سېو ده چلډرن" وایي، د نړۍ یو ملیاره ماشومان په بې وزله هېوادونو کې ژوند کوي.
۲۴۰ ملیونه ماشومان په داسې هېوادونو کې اوسي چې جګړه پکې روانه ده.
همدا رنګه ۵۷۵ ملیونه نجونې هغو هېوادونو کې ژوند کوي چېرې چې له ښځو سره توپيري چلند کېږي.
په رپوټ کې راغلي، د ماشومانو عمومي وضعیت په دې پورې اړه لري چې دوی په کوم هېواد کې ژوند کوي. ځيني یې د ښه ماشومتوب فرصت نه لري، او وړتیاوې یې ضایع کېږي.
په هغه سروې کې چې د می میاشتې پر دېرشمه نېټه خپره شوې، نړۍ په ۱۷۵ هېوادونو کې ماشومانو وضعیت ته کتنه شوې.
له پایلو یې جوته شوې چې ۹۷ هېوادونو کې د ماشومانو وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی، خو په ۴۰ هېوادونو کې وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د هېوادونو د سروې پر وخت بېلابېل فکترونو څېړل کېږي. لکه دا چې د یو هېواد ماشومان څومره د مرګ له ګواښ سره مخ دي، خوارځواکي پکې شته او که نه، څومره ماشومان ښوونځیو ته ځي، په کم عمرۍ کې د ماشومانو ودونه کېږي او که نه او درانه فزیکي کار ته اړ ایستل کېږي او که نه.
د سروې پایلې ښیي چې د نړۍ په کچه په سېنګاپور او سلوونیا کې د ماشومانو وضعیت تر ټولو ښه دی. ورپسې ناروې، سویډن او د فېنلنډ هېوادونه دي.
بل لور ته په نایجر هېواد کې د ماشومانو وضعیت تر ټولو بد دی، او ورپسې مالي او د مرکزي افریقا جمهوریت دي.
په هغو لسو هېوادونو کې چې وضعیت پکې تر ټولو بد دی، اته یې په افریقا کې دي.
"سېو ده چلډرن" وایي، په کم عمرۍ کې د ماشومانو ودول، د شتمنو او بې وزلو ترمنځ اقتصادي واټن، د افریقا په سهارا دښته کې د ماشومانو د مړینې کچه، پر ماشومانو درانه فزیکي کارونه کول او د تعلیمي فرصتونو کمښت لویې ستونزې دي چې باید جدي او عاجل پام ورته وشي.