واشنګټن پوسټ: په دوو اونیو کې ۷۰ طالب مشران وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکي امریکايي چارواکي وايي په تېرو دوه اونیو کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو ۷۰ مشران وژل شوي دي.
چارواکي وايي دغه شمیر قومندانان او مشران په هوايي بریدونو او د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
ورځپاڼه د پنتاګون په حواله لیکي، دا بریدونه د روانې مۍ میاشتې له اولسمې نیټې را په دیخوا شوي دي، چې تر ټولو لوی برید د مۍ په ۲۴ یانې تیره چارشنبه شوی.
په دغه برید کې چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالب مشرانو پر یوې غونډې شوی د توپچي ځواکونو یو ډول نوې وسله کارول شوې چې پکې د هلمند لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي والي مرستیال په ګډون له پنځوس زیات طالب مشران وژل شوي دي.
د پنټاګون چارواکو ویلي د موسی کلا دغې غونډې ته له کندهار، روزګان، کندوز، هرات او فراه ولایتونو طالب والیان، د طالبانو استخباراتي مشران او د ولایتونو په کچه مهم مشران راغلي وو.
ورځپاڼه زیاتوي بل برید په همدې ورځ په سنګین ولسوالۍ کې شوی او په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان پکې په نښه شوی، دوه ورځې پس بل برید په نهر السراج کې د طالبانو پر یوه مرکز شوی دی.
ټایمز اف انډیا:
ټایمز اف انډیا پر ایران د امریکا نوي بندیزونه او پر افغانستان یې اغیز څېړلی او په یوه تحلیلي مطلب کې یې ویل شوي که دا بندیزونه بیا ولګول شي، نو د افغانستان پر اقتصاد به منفي اغیز ولري.
لیکوال وايي د افغانستان اقتصادي وده باید پر ایران د امریکا د بندیزونو قرباني نه شي.
لیکوال د چهار بندر یادونه کوي چې هند پکې پانګونه کړې او سمندر ته د افغانستان لپاره یوه ښه لاره ده.
لیکوال د هند د بهرنیو چارو د وزیرې هغه خبره را اخیستې چې وايي دوی به د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه مراعاتوي، نه هغه بندیزونه چې د یوه هېواد له خوا لګول شوي وي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز لیکي په سوریه کې لا هم د داعش ډلې له خوا امنیتي ګواښونه شته.
ورځپاڼه لیکی دغه ډله د سوریې په ختیځو سیمو کې چریکي بریدونه کوي.
د ورځپاڼې په وینا تېره میاشت د امریکا په ملاتړ کې ددې ډلې پرضد د نوي عملیاتو پیل به هغه پلان ټکنی کړی چې د امریکا ولسمشر غواړي له مخې له سوریې خپل ځواکونه وباسي.








