کیوبا کې د الوتکې لوېدو تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي
په کیوبا کې د یوې الوتکې له لوېدو وروسته چې تر ١٠٠ ډېر کسان په کې سپاره وو، دوه ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.
دغه الوتکه د کيوبا له پلازمينې هاونا نه تر پورته کېدو لږ وروسته وغورځېدله.
دولتي اژانس ویلي، يوازې درې کسان پېښه کې ژوندي پاتې دي. دغه ٧٣٧ بوينگ الوتکې چې پنځه مکسيکويي عمله يې لرله د کيوبا ختيځ ته يوه کورنۍ الوتنه کوله.
چارواکو د الوتکې د لوېدو د لاملونو په اړه پلټنه پيل کړې ده.
د الوتکې د لوېدو له ځایه ډېر زیات لوګي پورته شوي دي.
د کیوبا د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې ۱۰۴ مسافر او ۹ د الوتکې بهرنۍ عمله سپاره وو.
مرستندویانو او د اوروژنې کسانو له پېښې وروسته سم لاسي سیمې ته ځانونه رسولي.
د کیویا ولسمشر میګل دیاز کانل چې یوه میاشت وړاندې یې د ولسمشرۍ لوړه وکړه، د پېښې ځای ته تللی دی.
ښاغلي دیاز کانل ویلي، دا پېښه "ډېره مرګ ژوبله" لري.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې تېر ۲۰۱۷ کال د هوايي چلند د پېښو له اړخه په نړۍ کې خوندي ګڼل شوی و.
تېره میاشت په الجزایر کې یوه پوځي الوتکه لوېدلې وه، چې ددغه هېواد ۲۵۰ پوځيان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP / Getty









