تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې پر خبریالانو تر ټولو مرګونی برید
واشنگټن پوست:
امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې کابل کې پروني بريد ته په اشاره وايي دا له ٢٠٠١ م کاله يانې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدا وروسته پر خبريالانو تر ټولو مرگونى بريد دى، او په لوى لاس خبريالان په نښه شوي.
ورځپاڼې خوست کې د بي بي سي خبريال احمدشاه متونوال وژنې ته هم اشاره کړې.
ورځپاڼه پروني بريد ته په اشاره وايي د دغه راز بريدونو په تړاو رپوټ چمتو کول تل خپل خطرونه لرلي او خبريالانو به ورته پوښښ ورکاوۀ خو سيمې ته تر نور د مخه ځان رسول يوۀ ډول د سيالۍ په بڼه لرلې.
ورځپاڼې د بې پولو خبريالانو د بنسټ وينا راخيستې، دغې ادارې پر ملگرو ملتونو غږ کړى چې د خبريالانو د ملاتړ لپاره دې ځانگړى استازى وگومارى.
د دغې ادارې مشر کرېستوفر دېلوېر ويلي د دې وخت را رسېدلى چې ملگري ملتونه نړېوالې ټولنې ته پياوړى زېگنال يا اشاره ورکړي.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز ورځپاڼې پرونۍ پېښې ته په اشاره ليکلي چې افغانستان وار له مخه خبريالانو لپاره تر ټول خطرناک ځاى بلل کېدۀ. وړرځپاڼه وايي تېر کال ٢٠ خبريالان په افغانستان کې وژل شوي و.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د ډاکټر شکيل افريدي د مدافع وکيل هغه خبره مهمه بللې چې ويلي موکل يې ښايي راتلونکې مياشت له زندانه خوشى شي.
شکيل افريدي هغه ډاکټر دى چې ويل کېږي د پاکستان په اېبټ اباد کې يې د اسامه بن لادن په موندنې کې له سي. آى. اې سره مرسته کړې وه او بيا يوې پاکستانۍ محکمې په ٣٣ کاله بند محکوم کړ.
خو اوس د هغه مدافع وکيل قمر نديم ويلي چې په بېلابېلو پړاوونو کې د هغه د موکل د زندان موده کمه شوې نو راتلونکې مياشت به يې قيد بشپړ شي.
ورځپاڼه وايي له زندانه پرېښوول کېدو وروسته ښايي ښاغلى افريدى امريکا ته ولېږدي او هلته تل لپاره مېشت شي.
ولسمشر ټرمپ د خپلو ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال ويلي و چې هغه کولاى شي ښاغلى افريدى په دوو دقيقو کې خوشى کړي او پاکستاني چارواکي به هم کوم مخالفت و نه کړي خو وروسته پاکستان د هغه دا څرگندونې وغندلې.