تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شاه سلمان: ایران په سیمه کې ترهګري کوي
د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان پر ایران تور لګولی چې د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي دا څرګندونې د عربو هېوادونو په ۲۹ کلنۍ ناسته کې کړي، چې په سعودي عربستان کې پيل شوې.
شاه سلمان په خپله پرانیستونکې وینا کې پر سوریې د امریکا، برېتانیا او فرانسې وروستیو بریدونو ته اشاره ونکړه، خو پر ایران یې یو ځل بیا سختې نیوکې وکړې.
د عربي هېوادونو دا ناسته پر سوریې د لویدیځونو هېوادونو له توغندیزو بریدونو یوازې یوه ورځ وروسته پیل شوې.
یاده دې وي چې د "عرب لیګ" په نامه عربو هېوادونو دې ډلې له ۷ کاله وړاندې د سوریې غړیتوب ختم کړی و.
شاه سلمان په خپله وینا کې وویل:
"موږ هغه ترهګري غندو چې ایران یې په عربو هېوادونو کې کوي، او اجازه نه ورکوو چې ایران د عربو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي"
شاه سلمان همدا رنګه د امریکایي حکومت هغه پرېکړه هم وغندله چې له مخې به یې په اسرائيلو کې د امریکا سفارت له تل ابیب ښار نه بیت المقدس ښار ته ولېږدول شي.
نوموړي وویل:
"موږ یو ځل بیا د امریکا هغه پرېکړه غندو چې غواړي خپل سفارت بیت المقدس ښار ته ولېږدوي. ختیځ بیت المقدس د فلسطیني سیمو یوه نه بېلېدونکې برخه ده"
شاه سلمان همدا رنګه په ختیځ بیت المقدس کې د اسلام تمدن د خوندي ساتلو لپاره د ۱۵۰ ملیونه ډالرو عطیه هم اعلان کړه.