تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'طالبانو ته د غني د بې قيد و شرط خبرو اترو وړانديز، له سخاوته ډک گام'
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې "افغان غميزه کې د هيلې څرک" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې چې وايي دغه هېواد له نژدې ٥٠ کلونو راهيسې سوله نه ده کتلې.
ليکوال وايي طالبانو ته د ولسمشر غني له لوري د بې قيد و شرط مخامخو خبرو اترو وړانديز رښتيا له سخاوته ډک گام دى.
ورځپاڼه وايي د افغانستان جگړې په څېر اوږده غځېدلې غميزه کې د سولې لپاره د هيلو ان يو نازک څرک هم د نړيوالو ليوالتيا راپاروي. ليکوال د طالبانو پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ د جگړې توندولو تگلارې ته اشاره کړې او وواي د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې موخه د سولې خبرو اترو ته د طالبانو اړ کول دي او په دې لړ کې يې پر پاکستان فشار ډېر کړى چې خبرو اترو ته د طالبانو راوستو کې رول ولوبوي.
مطلب کې راغلي چې ولسمشر کرزي هم په تېر کې طالبانو ته د سولې ورته وړانديزونه کړي خو هغوى رد کړي يا يې جگړې ته ډېر زور ورکړى.
د ورځپاڼې په وينا ولسمشر غني نړيوالو او افغانانو ته دا وښودله چې جداً د وينې بهېدنې د ختمولو نيت لري او که طالبان دا ځل دا وړانديز رد کړي نو ولسمشر غني دا مشروعيت مومي چې حل لاره د جگړې په ډگر کې ولټوي.
ليکوال د افغانستان حالاتو ته په اشاره وايي په روان پېچلي حالت کې يو بدلون دا ښکاري چې دا ځل د اصلي لوبغاړو د گټو پخلاينې شونتيا برېښي. که څه هم ستونزې به د دغې چارې پر وړاندې ډېرې وي خو دا ځل شونې برېښي.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز ورځپاڼې د شمالي کوريا د اټومي پروگرام په تړاو روانو ډيپلوماتيکو هلو ځلو ته کتنه کړې او وايي، د شمالي کوريا د مشر له خواه څرگندې شوې وروستۍ نښې نښانې چې گواکې چمتو دى له خپل اټومي پروگرامه لاس پر سر شي، امريکا داسې يوۀ دريځ کې ودرولې چې بويه پر وړاندې یې غبرگون وښيي.
ورځپاڼه ليکي داسې برېښي چې پر کوريا د بنديزونو فشار اغېزناک پرېوځي.
د نيويارک ټايمز په وينا ولسمشر ټرمپ لپاره د کوريا له مشر کېم جونگ اون سره کتنه يو قیمار دى.
ښاغلي ټرمپ د کوريا مشر کوچنى راکت وال بللى و او ورباندې يې ملنډې وهلې وې.
ورځپاڼه وايي دواړه مشران زغردې خبرې کوي او ډراماتيک گامونه اخلي، نو په خبرو اترو کې د دوى گډون کېداى شي داسې يوۀ لوري ته يې بوځي چې هېڅ يې تمه نه کېږي.