اسراییل سوریه کې "۳۰" کلونو کې تر ټولو لوی برید وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
اسراییل وايي، سوریه کې یې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې تر ټولو ستر هوايي برید وکړ.
د دغه هېواد د دفاع وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، چې د سوریې پلازمېنې دمشق سره نږدې یې لږ تر لږه ۱۲ مرکزونه په نښه کړي دي.
دا پر ۱۹۸۲ کال د لبنان له جګړې وروسته د سوریې پرضد د خپل ډول تر ټولو لوی برید دی.
د اسراییل دفاعي چارواکي وايي، چې لومړی ځل یې په سوریه کې د ایران څلور مرکزونه هم په نښه کړي دي.
دا برید د سوریايي ځواکونو په لاس د اسراییلۍ الوتکې له غورځېدلو وروسته کېږي.
د اسراییل اېف شپاړس الوتکه د سوریې خاورې ته له ننوتلو وروسته د بشار اسد ځواکونو له ځواب سره مخ شوه.
د روسیې اندېښنه

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا روسیې په سوریه کې د ایران ملاتړو ځواکونو پرضد د اسراییل پر وروستیو بریدونو اندېښنه ښودلې ده.
د روسیې ولسمشر وايي، له داسې هر ډول ګام پورته کولو باید ډډه وشي چې سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
ویلادیمیر پوتین د اسراییل لومړي وزیر سره ټلېفوني خبرو کې دا غوښتنه کړې ده.
خو ځواب کې بین یامین نتن یاهو ویلي چې سوریه کې د ایران د پوځي ځواک د زیاتېدلو مخالف دي.
ایران ته د امریکا خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت چې د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره د اسراییل ملاتړ کوي او سیمه کې د ایران د ولکه غوښتنې مقابل کې درېږي.
په ورته مهال ایران د اسراییل له خوا د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکې د غورځولو خبره درواغ بللې، خو د سوریې حکومت د اسراییل د اېف شپاړس الوتکې غورځول سوبه ګڼلې ده.
اسراییل د شنبې په ورځ وویل خاورې ته یې د ایران د بې پیلوټه الوتکې له ور اوښتلو وروسته دا الوتکه وغورځوله او له هغه وروسته یې د سوریې خاوره کې د ایران مرکزونه په نښه کړل.
وروسته یې دا هم ومنله چې د سوریې ځواکونو د دوی اېف شپاړس الوتکه ویشتلې، مګر په اسراییلۍ خاوره کې غورځېدلې او دوه پیلوټان یې ټپي دي.








