تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ وروستی ځل د ایران اتومي هوکړه لاسلیکوي
د سپینې ماڼۍ په وینا که د ایران اتومي هوکړه کې بدلون رانه شي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ به یې وروستی ځل لاسلیک کړي. د ولسمشر له دغه لاسلیک سره به پر ایران د ۱۲۰ نورو ورځو لپاره لګېدلي بندیزونه لرې وي.
سپینه ماڼۍ د ایران له لوري د یورانیمو بډای کولو پر پروګرام داسې تل پاتې محدودیتونه غواړي، چې اروپايي ټولنه یې هم لاسلیک کړي.
دغه راز ولسمشر ټرمپ د ایران بالستیک توغندیو پر پروګرام هم خبرې کول غواړي. د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړی چارواکی وايي: که دوی یوې هوکړې ته و نه رسېږي دا به وروستی لاسلیک وي.
ښاغلی ټرمپ دغه هوکړه ستخته غندي، چې یو اوږد کړکیچ یې ختم کړ.
د اروپا ځواکمن هېوادونه د نړیوال امنیت لپاره دا یو بنسټیز ګام بولي. بل لور ته امریکا له خپل لوري د ترهګرۍ، بشري حقونو او بالستیک توغندیو ودې پروګرام اړوند مسایلو له کبله پر ایران ځانګړي بندیزونه لګولي.
یوه ایراني سیاستوال بیا ویلي که امریکا له دغې هوکړې وځي، ایران به یې 'ویر و نه کړي ' د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري په خپل یوه انسټاګرام پیغام کې ویلي له دغې هوکړې د وتلو په صورت کې به 'امریکا (بایلود وکړي. '
ایران وايي هغه توغندي چې دغه هېواد ازمویلي، د اتومي سروکو لېږدولو وړتیا نه لري او ایراني چارواکي په ټینګار سره وايي، اتومي پروګرام یې له لویه سره سوله ییز دی.