"امریکا پاکستان ته د مرستو پر بیا ځنډولو غور کوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دا امکان شته چې له پاکستان سره د امریکا ۲۵۵ ملیونه ډالره مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کړکیچنوالي له امله وځنډیږي.
کله چې څو میاشتې وړاندې د رپوټونو له مخې د پاکستان په مرسته یوه امریکايۍ- کاناډايۍ کورنۍ چې حقاني شبکې تښتولې وه، راخوشې شوه، یو وسله وال هم ونیول شو چې ویل کیږي د یوه بل امریکايي په اړه چې تښتول شوی مهم معلومات لرل.
امریکايي چارواکو له پاکستانه وغوښتل چې پرې یې ږدې له دغه کس څخه څېړنې وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې همکاري ونه کړه ، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکي لا خړ پړ کړي.
د دغې کورنۍ له را خلاصولو وروسته وویل شول چې امریکا پاکستان ته ځنډول شوې مرسته ورکوي ، خو ورځپاڼه د امریکايي سرچینو په حواله زیاتوي چې اوس امریکا له پاکستان سره د ۲۵۵ ملیونه امریکايي ډالرو مرستې د نور ځنډولو په اړه غور کوي.
د دې مرستو ځنډول له پاکستانه د امریکا د ناخوښۍ په مانا بلل کیږي، ځکه واشنګټن له اسلام اباد غواړي چې د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي خو پاکستان وايي ډیر څه یې کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي په تېرو څو اونیو کې امریکايي مشرانو په دې اړه غونډه کړې او یو امریکايي چارواکی وايي په دې اړه به وروستۍ پریکړه څو اونۍ وروسته وکړي، خو دغه چارواکي نه دي ویلي چې د پاکستان له لوري د کومو شرطونو په پوره کولو سره دغه مرسته تر لاسه کولی شي.
ورځپاڼې له پاکستان سره د مرستې پر سر خبرې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره یو ازمېښت بللی چې امریکا څومره وکولی شي اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو غوښتنو منلو ته قانع کړي.
پاکستان ته د امریکا له لوري تر ټولو وروستی او سخت خبرداری تېره اونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له افغانستان د لیدنې پرمهال ور کړ.
ډیلي ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان ډیلي ټایمز لیکي چې د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټ سوداګري په ۲۰۱۷ کال کې یو اعشاریه شپږ ملیارده ډالرو ته را ټیټه شوې خو د چابهار بندر له لارې له هند سره سوداګري پراخه شوې ده .
ورځپاڼې د افغانستان پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مشر جنید اسماعیل په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ د سیاسي اړیکو له امله ډیره اغیزمنه شوې او د ده په وینا که سیاست او سوداګري سره جلا شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه تر اوه نیم ملیارد ډالرو پورې لوړیدی شي او په دې سره به د ده په وینا سل زره پاکستانيانو ته د کاروبار زمینه برابره شي.
د ورځپانې په وینا هند د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ستونزو په ګټې پورته کولو افغان سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړې دي او له افغانستان سره یې راکړه ورکړه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
ترکۍ ورځپاڼه ډیلي صباح لیکي چې پرون د جمعې په ورځ د ترکیې په انتیالیا ولایت کې د افغانستان د ملي اردو د ۷۵ مېرمنو افسرانو د روزنې وروستۍ ورځ وه.
ورځپاڼه زیاتوي ترکیې له ۲۰۱۱ کال راهیسې څه باندې ۲۶۰۰ افغان پولیس افسرانو ته چې مېرمنې هم پکې شاملې دي روزنه ورکړې ده .








