کاناډا کې یو میلیاردر او مېرمن یې مړه موندل شوي

هاني او بري شرمن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هاني او بري شرمن د کاناډا یو له شتمنو کسانو څخه وو.

په ټورنټو کې د کاناډایي میلیاردر او د هغه د مېرمنې مړي د دوی په کور کې هغه مهال پیدا شول چې پولیس پرې شکمن شوي وو.

د معاملاتو د شرکت یوه کارکوونکي د بري شرمن او د هغه د مېرمنې هاني، مړي د هغوی د کور په زېرخونو کې موندلي.

ښاغلی شرمن د اپوټکس درمل جوړونې شرکت بنسټګر او مدیر و چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې درمل پلورل.

هغه د کاناډا یو له شتمنو کسانو څخه و.

پولیسو په دې اړه تر اوسه ډېر جزییات نه دي ورکړي او د وژل شویو هویت یې هم نه دی تایید کړی، خو د دوی د ملګرو له خوا د هغوی هویت تثبیت شوی دی.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو هم د هغوی په مړینه خواشیني ښودلې او د هغوی له کورنۍ او ملګرو سره یې خواخوږي کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او وايي چې د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د کاناډایي میلیارډر کور ته امبولانس لېږل شوی و.

ددغې جوړې مړي د هغوی د کور له زېرخونې راویستل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ددغې جوړې مړي د هغوی د کور له زېرخونې راویستل شول
.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په وروستیو کې دې جوړې خپل کور په پينځه نیم میلیون ډالرو خرڅلاو ته وړاندې کړی و

پولیس زیاتوي هېڅ داسې نښه نشته چې څوک دې د دوی کور ته په زور ننوتلي وي.

په وروستیو کې دې جوړې خپل کور په پينځه نیم میلیون ډالرو خرڅلاو ته وړاندې کړی و، کله چې د ملکي معاملاتو کارکوونکي د کور د خرڅلاو د کارونو لپاره کور ته ورغلي د دوی مړي یې ليدلي.

هغوی څلور اولادونه درلودل.

اپوټکس شرکت د نړۍ مشهورو درمل جوړوونکو شرکتونو په ډله کې اووم مقام لري چې په ۱۹۷۴ کال کې جوړ شوی و.