تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کانګو ماشومو سرتېرو ته لس میلیون ډالر تاوان ور کول کېږي
د جرمونو نړیوالې محکمې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ماشومو سرتېرو ته میلیونونه ډالر تاوان یا جرمانه ځانګړې کړه.
د کانګو جنګسالار توماس لوبنګا دا ماشومان د سرتېرو په ډول کارول.
دا لومړی ځل دی چې محکمه دا ډول حکم کوي.
دا میلیونونه ډالر د دغو ماشومانو په ځای هغې ادارې ته ور کول کېږي چې له دوی سره بوخته ده.
ټاکلې ده دا پیسې د دې ماشومانو پر ساتلو، کلتور جوړولو او روزنه ولګول شي.
توماس لوبنګا پر ۲۰۱۲ کال د هغو هلکانو او نجونو د تښتولو له امله مجرم وبلل شو چې ان د ځینې عمرونه ۱۱ کاله و.
له دې ماشومانو یې د سرتېرو او له نجونو د جنسي مینځو په ډول کار احیست.
توماس لوبنګا پر ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
خیریه موسسې چې له دې ماشومانو سره کار کوي وايي، ډېری یې له خپلو کورونو او کورنیو شړل شوي دي.
د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت اوس هم د ناامنۍ او نښتو ډکر دی.
د دې هېواد د تاوتریخوالي او نښتو له امله سږکال هم یو میلیون او اووه لکه کسانو خپل کور کلی پرېښودل.
دا دومره ډېر شمېر دی چې مرستندویه ادارې وايي په دغه هېواد کې یې "ستر کړکېچ" رامنځ ته کړی دی.