تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلي الوتکو غزه کې د حماس پر مرکزونو بمبارۍ کړې
د تړمپ له پرېکړې وروسته چې د امریکا سفارت به بیت المقدس ته لېږدوي، فلسطینیانو اعتراضونه کړي چې، د اسرائیلي ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.
د اسرائیلو هوايي بریدونو کې لږترلږه لس فلسطینیان ټپیان شوي.
اسرائیل وایي، دا برید یې له غزې نه د توغندي توغولو په غبرګون کې کړی.
فلسطیني سرچینو ویلي، په ټپیانو کې دوه ماشومان هم دي.
اسرائیلو وروسته تر هغه پر غزې برید وکړ، چې فلسطینیانو د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ له پرېکړې وروسته مظاهرې وکړې، خو فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
په دې نښتو کې لږترلږه یو کس وژل شوی. د فرانسې خبري اژانس د یو بل کس د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
همدې اژانس د اسرائیلي ځواک په خبره ویلي، د غزې لخوا یو راکټ پر اسرائیلو هم توغول شوی خو تر اوسه ی د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.