تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریښتیا هم د القاعده پخوانی مشر سپینې ماڼۍ ته تللی و؟
دعوه: د القاعده مشر اسامه بن لادن د امریکا متحده ایالتونو سپینې ماڼۍ ته تللی او د دغه هېواد له پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هېلاري کلنټن سره یې انځورونه شته.
تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د دغه هېواد حکومتي تلوېزون یوه پروګرام کې د امریکا پر چارو خبرې کولې او ویې ویل:
"هغه زبردست، سربدالوونکي انځورونه در یاد کړئ چې ښيي په سپینه ماڼۍ کې د اوسامه بن لادن څنګه مېلمه پالنه کېږي".
د هغې اشاره هغه انځور ته وه چې روسیه کې پر ټوېټرونو خپور شوی دی.
خو دا عکس کوټه یا جعلي دی. اصلي تصویر پر ۲۰۰۴ کال هغه مهال اخیستل شوی چې هېلري کېلنټن یوه پروګرام کې د هندي هنرمن سباشیش مکرجي سره لیدنه لري.
دا هغه مهال و چې جورج بوش ولسمشر او هېلري کلېنټن هم سناتوره وه.
اصلي انځور
د معلوماتو له مخې دا انځور په اصل کې د تصویرونو په فوټو شاپ سیالۍ کې جوړ شوی و.
دا سیالي هم د FreakingNews.com په نوم وېبپانې جوړه کړې وه.
دا زبادول ناشوني دي چې هېلرې کلېنټن به کله هم له اسامه بن لادن سره لیدلي نه وي.
خو دا هرو مرو ویل کېږي چې که هغې ور سره لیدلي هم وي، نو دوی به ګډ انځور سره اخیستی نه وي.
اسامه بن لادن کله امریکا ته تللی و؟
د اسامه بن لادن د مېرمنې نجوا غانم بن لادن او د هغه د زوی عمر بن لادن په کتاب Growing Up bin Laden کې راغلي، چې اسامه پر ۱۹۷۹ کال د دوو اونیو لپاره متحده ایالتونو ته تللی و.
هلته یې له خپل روحاني استاد عبدالله عزام سره لیدلي و.
عبدالله عزام د نړیوال جهاد پلار بلل کېده او د افغان جهاد پر مهال پېښور کې ووژل شو.
اسامه د امریکا په سفر کې انډیانا او لاس انجلس ایالتونو ته تللی و.
خو تراوسه داسې اسناد نشته چې وښيي نوموړی کوم وخت سپینې ماڼۍ ته تللی دی.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څو پنځوس کیلومتره لرې ایبټ اباد ښار کې- چې د پاکستان ډېر پوځي مرکزونه هم پکې دي- د امریکا ځانګړو ځواکونو وواژه.