تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني: یوه سړي پر لارویانو د چاکو برید کړی
د جرمني میونیخ ښار کې ځايي پولیس چارواکو ویلي، یوه سړي په بازار کې پر خلکو د چاکو ګوزارونه کړي دي.
پولیس وايي پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا د برید هدف معلوم نه دی.
د سیمې له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې له کورنو بهر ته و نه وځي.
پولیسو ویلي پېښه کې څوک سخت نه دي ټپي شوي. د ټپیانو په خبره مشکوک بریدګر نژدې ۴۰ کلن معلومېده او د پېښې له ځایه پر یوه تور رنګه موټر سایکل وتښتېد.