" له ډیورنډ کرښې سره نږدې پښتانه د جرمني د برلین دېوال په څېر بېلېږي"

رل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان له ډیورنډ کرښې سره پر اغزن تا رسربېره پوځ کوټونه هم جوړوي.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې سرلیک یې دی، ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته کلي د جرمني د برلین په څېر دیوال ته چمتو والی نیسي.

په رپوټ کې ویل شوي د دغو سیمو کې اوسیدونکي په ازاده توګه راتګ کوي او د دغو سیمو لږ شمیر اوسیدونکي دي چې پاسپورټ لري، خو زیاتوي د اغزن سیم په غځولو سره به ځینې کلي په دوو برخو وویشل شي.

په رپوټ کې ویل شوي یواځې د چمن په سیمه کې دغه ډول اوه کلي شته دي چې د اغزن تار په غځولو ویشل کیږي.

رپوټ زیاتوي له کرښې سره د نږدې سیمو اوسیدونکو د پاکستاني چارواکو له خوا لیږدول کیږي او د دوی په حواله زیاتوي چې کله د امنیت خبره وي نو بیا د ټولنو د ویش او جلا والي خبره دومره ارزښت نه لري.

ډیلي میل:

برتانوۍ ورځپاڼه ډیلي میل لیکي چې په برتانیا کې څه باندې یو میلیون ناقانونه کډوال اوسیږي چې یو زیات شمیر یې بیرته خپلو هېوادونو ته نه استول کیږي.

ورځپاڼه هغو اندېښنو ته هم اشاره کوي چې دغه ناقانونه کډوال پر ښوونځیو او نورو عامه خدماتو فشار زیاتوي او شونې ده چې ډېر به مالیه هم نه ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي دغه معلومات د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي ډیویډ ووډ د پارلمان غړو ته ورکړي.

د ورځپاڼې په باور له اوږد انکار وروسته دا دی په دې اعتراف کیږي چې څومره زیات شمېر ناقانونه کډوال په برتانیا کې اوسېږي.

ښاغلي ووډ ویلي له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته د اروپايي هېوادونو د اتباع په ګوته کول اسانه خبره ده خو د نورو هېوادونو کډوالو پېژندل چې ستونزې تر نورو ډیرې رامنځته کوي شونې ده چې پټ پاتې شي.

ډیلي ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پولیسو په تېښته بې قانونه کډوال.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي چې په مسکو کې نننۍ غونډه چې د افغانستان په اړه په کې خبرې کیږي د سیمې په کچه د روسیې په مشرۍ د روانو هڅو په لړ کې مهمه غونډه ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې به د پاکستان په استازیتوب د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره تهمینه جنجوعه برخه واخلي.

هندوستان ټایمز:

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي د نشه یي توکو پاکستاني قاچاق وړونکي د یوې نوې لارې په کارولو سره د هند پنجاب ایالت ته نشه یي توکي رسوي.

ورځپاڼه د استخباراتي چارواکو په حواله وايي د لامبوزنو په ګومارلو سره دغه توکي په اوبو کې له نړېوالې کرښې په تېریدو سره پنجاب ایالت ته رسوي.

بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ډان یوه مقاله خپره کړې اوپ کې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته کتنه شوې ده.

د مطلب لیکوال وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ راشه درشه هیله بښونکې ده. په مطلب کې ویل شوي له افغانستان سره د پاکستان له خوا د اړیکو د ښه کولو هڅې د هغه فشار پایله ده چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له امله رامنځته شوی.

خو لیکوال په دې نظر دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له مانا ډکو اړیکو ته لاهم اوږده لار په مخ کې پرته ده.