رپوټ: انګلستان او وېلز کې د ښوونځیو پر ماشومانو جنسي تېري ډېر شوي

Girl with mobile phone

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنسي تېري اړوندو د پولیسو څانګې یوه کارپوه ویلي، دا شمېرې د یوه بهیر یوه بېلګه ده.

بي بي سي ته د بریتانیا د پولیسو یو رسېدلی رپوټ ښيي چې انګلستان او وېلز کې د ښوونځیو پر زده کوونکو د نورو ښوونځیو د ماشومانو له خوا جنسي تېري ډېر شوي.

د جنسي تېري اړوندو د پولیسو څانګې یوه کارپوه ویلي، دا شمېرې د یوه بهیر یوه بېلګه ده.

د ایمیلي په نامه یوې ۱۵ کلنې نجلۍ، چې دا یې اصلي نوم نه دی، ویلي، د بل ټولګي د یوه ماشوم له خوا جنسي تېری پرې شوی، حال دا چې په ټولګي کې د صنف مخې ته ولاړ ښوونکي هېڅ پام ورته نه و.

دا وايي، کله یې چې پولیسو ته وویل، نورو زده کوونکو سختې ملنډې پرې ووهلې.

دا وايي: "۱۰ یا ۱۵ ماشومانو سپکې سپورې راته وویلې او چیغې یې وهلې چې ته پست انسان یې".

په انګلستان او وېلز کې تر ۱۸ کلونو د ټیټو ماشومانو له خوا په همدې عمر لرونکو ماشومانو جنسي تېري ۷۱ سلنه ډېل شوي، په دې معنا چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې شمېر ۴۶۰۳ و، خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې دا شمېر ۷۸۶۶ ته رسېدلی.

د ۲۰۱۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې پولیسو ته تر لس کلنو د ټیټ عمر د ماشومانو د جنسي تېري ۱۵۲ پېښو په اړه خبر ورکړل شوی.

Woman in examination room

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې، ۷۴ سلنه هغه کسان چې د جنسي تېریو عاملین دي او عمرونه یې تر ۱۸ کلونو ټیټ دي، د جنايي مجرم په توګه معامله نه ورسره کېږي.

تر ټولو حیرانوونکې پېښه په شمال ختیځ نارتهمپریا سیمه کې شوې، چې یوه څلور کلن هلک پر پنځه کلن هلک تېری وکړ.

د بریتانیا د روزنې وزارت ویلي، ښوونکي باید د هر ډول جنسي تېري په اړه خبر ورکړي، خو د یوه ماشوم د تورنېدو په صورت کې هېڅ ډول قانوني اجرات نه دي په ډاګه شوي.

ښوونځیو ته د ماشومانو ساتنه کې د لا ډېرې پاملرنې لارښوونه شوې.

د رپوټونو له مخې، ۷۴ سلنه هغه کسان چې د جنسي تېریو عاملین دي او عمرونه یې تر ۱۸ کلونو ټیټ دي، د جنايي مجرم په توګه معامله نه ورسره کېږي.