تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بي بي سي ۱۰۰ ښځې: نهه څیزونه چې نه پوهېدئ ښځو اختراع کړي
که د مهمو مخترعینو نومونه درنه وپوښتل شي، ښايي تاسو د توماس ایډیسن، الکسندر ګرېهام بېل یا لیوناردو د وینچي نومونه واخلئ.
خو د ماري انډرسن یا ان تسوکاموتو په اړه څومره پوهېږئ؟
شاید تاسو یې له نومونو سره هم اشنا نه یاست، خو دوی د هغو څیزونو یوازې دوه ښځینه مخترعینې دي چې هره ورځ یې له اختراع شویو څیزونو ګټه اخیستل کېږي.
بي بي سي ۱۰۰ ښځې، پروګرام د الهام بښونکو او اغېزناکو ښځو کیسې راخلي چې له نویو ننگونو سره مبارزه کوي.
سږکال، د نړۍ له ګوټګوټه له ښځو غوښتل کېږي داسې نوښتونه وکړي چې په مټ ځينو هغو سترو ننگونو سره مبارزه وشي چې ښځې ورسره مخامخ دي.
د ۱۰۰ ښځو په اړه نورو معلوماتو لپاره لاندې ورشئ ـ او د لا نور الهام اخيستو لپاره دلته د نوښتگرو ښځو په لاس د شويو نهو اختراعاتو يادونه کوو.
۱. کمپیوټر سافټویر ـ ګرېس هاپر
د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د امریکا له سمندري ځواک سره تر یوځای کېدو وروسته، د سمندري لوا ګرېس هاپر په نوي کمپیوټر د کار کولو لپاره ګومارل شوې وه، چې مارک ۱ نومېده.
ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې په ۱۹۵۰ کلونو کې هغه د کمپیوټري پروګرام جوړولو د بهير سر لارې شوه. نوموړې همداراز د کوډ ليکلو د هغه سيستم جوړېدا تر شا وه چې له مخې يې يو کمپيوټر لارښوونه لوستى شي.
داسې پروګرامونه یې جوړول چې کار يې گړندى کړ او د کمپیوټر په نړۍ کې يې انقلاب راوست.
هاپر د de_bugging په عامولو کې هم مرسته وکړه چې لاهم تر ننه د کمپیوټر پروګرامونو کې ګټه ترې اخیستل کېږي.
ګرېس په ۷۹ کلنې چې تر ټولو ډېر عمر لرونکې افسره وه، له سمندري ځواکونو تقاعد اخیستو پورې پر کمپیوټر په کار بوخته وه.
۲. د ټيليفوني تماس نيونکي پېژندنه( Caller ID) او ټيليفوني تماس په انتظار کې ساتل (call waiting) ـ ډاکټره شیرلي ان جاکسن
ډاکټر شېرلي ان جکسن امریکا کې د نظري فزیک کارپوه ده . ۱۹۷۰ کلونو کې د نوموړې څېړونو له مخې دا شونې شوه چې د ټيليفوني تماس پر مهال د تماس نيونکي پېژندنه وشي او يا تماس نيونکى د انتظار په حالت کې وساتل شي.
د هغې د برياو له امله نور وتوانېدل چې گرځنده فکس، د نوري فايبر مزي او لمريز دړې جوړ کړي.
شیرلي هغه لومړنۍ افریقایي توکمه امریکایۍ ده چې د مسچوسټ ټکنالوژۍ له انسټیټیوت ډوکتورا ترلاسه کړه او لومړنۍ ښځه ده چې د يوۀ وتلي څېړنيز پوهنتون مشرۍ ته ورسېده.
۳. د ښیښې واوره توږونکی ـ ماري انډرسن
د ۱۹۰۳ کال د ژمې په یوه ورځ ماري انډرسن نیویارک ښار ته روانه وه چې پام یې شو موټر چلوونکی یې اړ و د ګاډي له مخکینۍ ښیښې د واورې پاکولو لپاره باید کړکۍ پرانیزي.
هر ځل به یې کړکۍ پرانیسته، او په موټر کې به د سپرو کسانو ساړه کېده.
انډرسن د دې ستونزې اوارۍ لپاره لاس په کار شوه، یوۀ ربړي پټۍ يا ريتاړه یې جوړه کړه چې د موټر د ننه به خوځېده، او په ۱۹۰۳ کال یې د دغې ښې مشورې له له امله دا اختراع د هغې په نوم ثبت شوه.
خو دا له موټر جوړونکو کمپنیو سره بریالۍ نه وه، ځینو باور کاوه چې د موټرچلوونکي پام اړوي.
انډرسن هېڅکله د خپلې دغه پنځونې له امله ګټه ترلاسه نه کړه، ان هغه وخت هم چې په موټرونو کې د واورې توږلو پټه یو معیار وګرځېد.
۴. د فضايي اډې بېټرۍ ـ اولګا ډي ګونزالز ـ سنابریا
دا په دغه لیست کې ډېر راښکونکی نوم نه دی، خو دغې اوږد ژوند لرونکې هايدروجني بېټرۍ نړیوالې فضايي اډې لپاره په برېښنا برابرولو کې مرسته وکړه، نو ځکه مهمه ګڼل کېږي.
اولګا ډی ګونزالز ـ سنابریا چې اصلاً د پورټو ریکو ده، داسې یوه ټکنالوژي رامنځ ته کړه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د دغه ډول بېټریو له جوړولو سره مرسته وکړه او اوسمهال د ناسا ګلېن څېړنیز مرکز د انجینرۍ برخې مدیره ده.
د "١٠٠ ښځې" لړۍ څه ده؟
د بي بي سي "سل ښځې" لړۍ هر کال د نړۍ له لر او بره د سلو اغېزناکو او الهام بښونکو ښځو نومونه خپروي. په ٢٠١٧ م کال کې موږ هغوى ننگوو چې د ښځو پر وړاندې شته څلورو سترو ننگونو، مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند د حل لارې ومومي. ستاسو په مرسته هغوى به دې ستونزو ته رښتونې حل لارې ومومي. موږ غواړو چې تاسو هم خپل نظرونه شريک کړئ. موږ پر ټوېټر، فېسبوک او انسټاگرام موندلاى شئ. په تماسونو کې مو "#١٠٠ ښځې" وليکي.
۵. لوښي مینځونکی ـ جوزیفین کوچران
جوزیفین کوچران داسې یو ماشین غوښت چې د خدمه وو پرتله ژر د هغې لوښي ومینځي او د ماتولو امکان هم په کې کم وي.
د هغې ماشین له یو موتوره جوړ و چې له مسو جوړ شوي يوۀ بايلر يا اېشوونکي کې يې د ننه یو څرخ چلاوه، دا د لوښي مینځولو لومړنى اتومات ماشین و چې د اوبو د فشار په مټ چلېده.
د کوچران شرابي مېړه چې مړ شو هغې ته يې ډېر پورونه تر شاه پرېښوول،
همدا کوچران و هڅوله چې په ۱۸۸۶ کال خپله اختراع په خپله نامه ثبت کړي او خپله شخصي فابریکه پرانيزي.
۶. کورونو لپاره امنیتي سیستم ـ ماري وان بریټن براون
ماري وان بریټن براون چې نرسه وه او ډېرکله به کور کې یوازې اوسېده، نو داسې یوه نظریه يې رامنځ ته کړه چې د خوندیتوب احساس یې پیاوړی شو.
وان بریټن براون په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې د جرمونو د کچې لوړېدو او د پوليسو د پڅ غبرگون له امله له خپل مېړه البرټ سره په ګډه ه د کور امنیت خوندی کولو لومړنی سیستم رامنځ ته کړ.
دغه اله پېچلې وه، یوه کامره د یوه موتور په مټ چلېده چې د وره پورته او ښکته به خوځېده او په وره کې سوری به یې څاره.
د هغې په خوب خونه کې ښیښه هم د خطر د زنګ له تڼۍ سره عیار شوې وه.
۷. د بنسټيزو ژونکو جلاوالی ـ ان تسوکاموتو
هغې دغه اختراع ۱۹۹۱ م کال کې يې په نامه ثبت شوه او بيا وروسته د تسوکاموتو کار د سرطان لرونکو ناروغانو د وینې سیستم پوهېدو کې د یوه لوی پرمختګ لامل وګرځېد، چې د ناروغۍ د درملنې لامل کېداى شي.
توسکاموتو دامهال د بنسټيزو ژونکو د ودې په اړه لانورې څېړنې کوي او د څه باندې اووه نورو اختراع ګانو د حق لرونکو له ډلې ده.
۸. کېولر ـ سټیفني کوولېک
دغې کيمیاپوهې داسې سپک وزنه فایبر اختراع کړ چې د زغروالو واسکټونو او د بدن نورو خوندي ساتونکو توکو جوړولو کې کارول کېږي.
په ۱۹۶۵ کال د هغې له دغې اختراع راهيسې، دغه مواد چې پنځه ځلې تر پولادو قوي دي، د ګڼو انسانانو ژوند ژغورلی او هره ورځ د میلیونونو خلکو له خوا ګټه ترې اخیستل کېږي.
دغه مواد په کورنیو لاسماغو، موبایل تیليفونونو او ان الوتکو او ځوړنده پلونو کې کارول کېږي.
۹. انحصار ـ الیزابیت ماګي
د چارلز ډارو په نوم سړي ته په تاریخ کې تر ډېره د تر ټولو مشهورې تخته لوبې جوړولو نسبت کېږي، خو قوانین یې په حقیقت کې د الیزابیت ماګي په لاس اختراع شوي وو.
ماګي غوښتل له کپیټلیزم یا پانګوالۍ سره ستونزې د یوې داسې لوبې په اختراع کولو سره راڅرګندې کړي، چې لوبغاړي یې په جعلي پیسو او ملکیتونو سوداګري کوي.
د هغې دې طرحې ته، چې په ۱۹۰۴ کال یې د اختراع د ثبت حق ترلاسه کړ، د ځمکسالارو لوبې نوم ورکړل شوی و.
د انحصار یا احتکار دا لوبه چې موږ یې نن پېژنو، په ۱۹۳۵ کال د پارکر برادرز په لاس خپره شوې وه، هغه دا ثابته کړه چې ډارو د لوبې یوازېنی جوړوونکی نه و، او د ماګي د اختراع د ثبت حق یې په ۵۰۰ امریکايي ډالرو (۳۸۵ پونډو) اخیستی و او لوبه یې په ښه توګه انحصار کړه.
ګڼې نورې ښځینه مخترعینې هم شته، راځئ پر فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د Women#100 په کارولو سره د خپلې خوښې مخترعینې راوپېژنئ.
په ٢٠١٧ م کال کې موږ هغوى ننگوو چې د ښځو پر وړاندې شته څلورو سترو ننگونو، مشرۍ ته د ښځو د رسېدو پر وړاندې خنډونه، د ښځو نالوستي، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورونه او د سپورت په ډگر کې ښځو سره توپيري چلند د حل لارې ومومي. ستاسو په مرسته هغوى به دې ستونزو ته رښتونې حل لارې ومومي.