تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د چین شینجیانګ ایالت کې حکومتي چارواکي له مسلمانانو قرآن کریم ضبطوي'
رپوټونو کې ویل شوي چینايي چارواکو د شینجیانګ ایالت مسلمانو اوسېدونکو ته امر کړی دی، چې د جای نماز (مصلی) او قرآن کریم په شمول ټول مذهبي شیان دوی ته وسپاري.
د ازادې آسیا نومې راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چارواکو د سیمې په جوماتونو کې چې ډېری اوسېدونکو یې اویغور، قزاق او قرغېز توکمه مسلمانان دي، اعلانونه کړي، چې دغه امر باید سملاسي عملي شي که نه سر غړونکي به سخته سزا وویني.
د تېرې چهارشنبې پر ورځ د قزاقستان پولې ته نژدې التې سیمه کې یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، د سیمې په کچه ټول قرآن شریفونه ضبط کېږي. دغه سړی وايي، د سیمې هر کور کې مصله او قرآن کریم شته.
بل لور ته د اویغور نړیوال کانګریس ویندوی دلژت راژت ویلي، له کاشغر او هوتان سیمو هم ورته رپوټونه تېره اوونۍ ورکړل شوي دي.
د نوموړي په وینا امر کې ویل شوي چې هر اویغور باید د اسلام اړوند شیان چارواکو ته وسپاري. هغه وايي پولیس پر خواله رسنۍ وې چاټ هم دغه اعلان خپور کړی دی.
د سږکال لومړیو کې چینايي چارواکو شینجیانګ کې هغه قرآن شریفونه ضبط کړل، چې پنځه کاله مخکې چاپ شوي دي. دوی ویلي و، کېدای شي دغو قران شریفونو کې د سخت دریځۍ په تړاو مواد شامل وي.
رپوټونو کې ویل شوي د 'تهري ایلیګل اینډ ون ایټم ' کمپاین له مخې غیر قانوني بلل شویو څېزونو کې د قرانکریم په ګډون ټول مذهبي فعالیتونه او د احتمالي ترهګرۍ الات لکه ریموټ کنترولیدونکي لوبو الات، لویې چړې او اور اخیستونکي مواد ممنوع بلل شوي دي.