'اسلامي دولت' نومې ډلې د 'ابوبکر البغدادي نوی غږیز پیغام' خپور کړی دی

اسلامي دولت نومې ډلې یو نوی غږیز کلیپ خپور کړی، چې په ظاهره د دغې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پیغام بلل کېږي. په دغه پیغام کې یو سړی چې بغدادي ته یې غږ ورته دی جاپان او امریکا ته د شمالي کوریا د ګواښ موضوع یادوي.

دغه راز په کلیپ کې د موصل جګړې یادوونه هم شوې.

دغه ښار په جولای میاشت کې عراقي ځواکونو له داعش ډلې ونیو. بغدادي چې د سر بیه یې ۲۵ میلیونه ډالره ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۴ کال له جولای راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او له همدې کبله یې د برخلیک په تړاو ډول ډول اټکلونه کېږي.

وروستی ځل نوموړی د موصل په جامع جومات النوري کې د وینا په حال کې هغه مهال ولیدل شو، چې دغه ښار داعش ډلې ونیو او د خلافت اعلان یې وکړ.

د نوي غږیز پیغام په اړه پوښتنې ته ځواب کې له داعش ډلې سره په جګړې کې د بوختو امریکايي ځواکونو یوه ویندوی ریان ډېلون ویلي:

''د هغه د مړینې له تایید شویو رپوټونو لیدو پرته موږ داسې انګېرو چې هغه ژوندی دی. ''

بل لور ته د امریکايي استخباراتو یوې سرچینې چې د دغه کلیپ پر پېژندنې کار کوي ویلي:

''موږ داسې ثبوت نه لرو چې پر صداقت یې باور وکړو. ''

دغه ۴۶ دقیقه ییز کلیپ یوې وېبپاڼې خپور کړی دی او د اسلامي دولت نومې ډلې له ګروپ سره یې تړاو ورکړی دی. په پیغام کې د موصل تر څنګ د رقه او سوریې د هما او دغه راز د لیبیا د سیرت جګړو یادوونه شوې او ویل شوي، چې تویې شوې وینې به نه ضایع کېږي.

په پیغام کې چې ډېره برخه یې مذهبي حوالو نیولې د روسیې په منځګړیتوب د سوریې سولې خبرو یادوونه هم شوې.

د وروستیو جګړو یادوونه

دغه ۴۶ دقیقه ییز کلیپ یوې وېبپاڼې خپور کړی دی او د اسلامي دولت نومې ډلې له ګروپ سره یې تړاو ورکړی دی.

په پیغام کې د موصل تر څنګ د رقه او سوریې د هما او دغه راز د لیبیا د سیرت جګړو یادوونه شوې او ویل شوي، چې تویې شوې وینې به نه ضایع کېږي. په پیغام کې چې ډېره برخه یې مذهبي حوالو نیولې د روسیې په منځګړیتوب د سوریې سولې خبرو یادوونه هم شوې.

د سږکال اوږدو کې اسلامي دولت نومې ډله چې له زندانیانو او ملکي کسانو سره د سخت چلند له کبله مشهوره ده، د عراق او سوریې ځینو برخو کې پر شا تمبول شوې ده.