تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه مړه شوه
۳۷ کلنه مصرۍ ایمان احمد عبدالعطي چې د نړۍ تر ټولو د ډېر وزن لرونکې ښځه وه په متحده عربي اماراتو کې مړه شوې ده.
نوموړی څه موده وړاندې د وزن کمولو په موخه په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته لېږدول شوې وه.
د متحده عربي امارتو د چارواکو په وينا په هند کې د عملياتو له امله يې وزن له ۵۰۰ کیلو ګرامو څخه ۳۰۰ کيلوګرام ته راښکته شوی و.
د روغتون د خبرپاڼې له مخې ايمان د زړه او پښتورګو ناروغي لرله. د نوموړې د مړينې له امله يې کورنۍ ته تسليت وړاندې کړی دی.
د ایمان کورنۍ وايي، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.
د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.
په هند کې له عملياتو وروسته په مې میاشت کې ايمان احمد د ابوظبهي يوه روغتون ته لېږدول شوې وه.
هند ته په ځانګړې الوتکه کې د لېږدلو لپاره يې خور پر انټرنيت د مرستې غوښتنه کړې وه چې ډېرو خلکو يې مرستې ته وردانګلي وو.
برياټرېک عمليات چې د وزن کمولو عملیات یې بولي، يوازې پر هغو کسانو ترسره کېږي چې وزن يې ډېر زيات وي.