د دردونو مخنیوي زورور درمل د 'روږدیتوب خطر لري'

انګلستان کې تېرو ۱۵ کلونو کې د درد مخنیوي داسې درملو کاروول دوه برابره ډېر شوي، چې سخت روږدیتوب لري. څېړونکو ته معلومه شوي له هرو ۲۰ کسانو نه یوه ته د کوډین او ټراماډول په څېر درد ضد مخدر درمل ورکړل شوي دي.

دوی ته دا هم معلومه شوې، چې ځینې کسانو ته د اوږدې مودې لپاره دغه درمل وړاندیز شوي دي. ماهرین وايي، تر اوږده مهاله د دغه ډول درملو کاروول د روږدیتوب احتمال لري او ګټه یې په تدریجي ډول کمېږي.

د عامې روغتیا کنسورشیم په نامه ادارې دغه څېړنه د روغتیا ملي ادارې (این ایچ ایس) پر ۵۰ زره ناروغانو له څېړنې وروسته خپره کړې ده.

دوی د هغو ناروغانو حالت څېړلی چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ دغه ډول درمل چې د 'Dependence Forming Medicines ' نوم ورکړل شوی لږ تر لږه یو ځل ورکړل شوي دي.

دغو درملو کې کې لویه برخه د هغو مخدره درملو وه، چې د سرطانونو درد کموي او یا د لنډ مهاله اړتیا لپاره ورکول کېږي.

شمېرې ښيي ډېری خلکو ته دغه پیاوړي درمل ورکړل شوي دي. ویل کېږي پنځه سلنه ناروغانو ته دغه ډول درمل ورکول کېدل چې دغه شمېر د ۲۰۰۰ کال پرتله دوه برابره ډېر بلل شوی دی.

ډاکټران وايي، د ټراماډول، کوډین او مورپهین په څېر درد ضد درمل د لنډ مهال لپاره خورا ګټور دي، خو په وینا یې که تر اوږدې مودې وکاروول شي، د انسان بدن کې یو ډول زغم ورته پیدا کېږي او د درملو اغېز له منځه ځي.

دوی وايي سره له دې چې دغه درمل بالقوه د روږدیتوب لامل کېدای شي، د سر درد، خوا ګرځېدلو او یا قبض په څېر جانبي عوارض هم لرلای شي. خو ماهرین خبرداری ورکوي، ناروغان باید د ډاکټر له مشورې پرته د وړاندیز شویو درملو استعمال بند نه کړي.