"نه ډارېدونکې او بې پروا" هندۍ خبریاله هم ووژل شوه

په هند کې پولیس وايي، د دغه هېواد سوېلي ایالت بنګلور ښار کې یوه نومیالۍ خبریاله وژل شوې ده.

۵۵ کلنه ګوري لنکیش د هندو ملتپالو د سیاست مخالفه وه.

ویل کېږي په ټپټپي(موټر سیکل) سپرو نامعلومو وسلوالو دغه خبریاله سر او سینې ته ویشتلې ده.

هند کې چارواکي وايي، خبریالان د هندو قامپرستانو له خوا په نښه کېږي.

ګوري لنکیش د یوې اونیزې مدیره وه او په ګوته شمېر "بې پروا" او "نه ډارېدونکو" خبریالانو کې بلل کېده.

پر ولسواکۍ برید

تېر کال د یوې لیکنې د خپرولو له امله د سپکاوي دعوه پر وشوه او مجرمه وبلل شوه، خو په مقابل کې یې د استنیاف غوښتنه وکړه.

پولیس وايي، د چهارشنبې په شپه ګوري لنکیش په خپل موټر کې کور ته روانه وه، کله چې یې د کور دروازه پرانیستله ډزې پر وشوې او ځای په ځای مړه شوه.

چارواکي باوري دي چې بریدګرو څارلې او تر کور پورې پسې تللي دي.

پولیس د دې خبریالې د وژنې دوسیه څېړي.

د هند مختلفو کړیو د نوموړې وژل غندلي او د کرناټک سر وزیر یا اعلی وزیر سدهار میا دا پېښه د ولسواکۍ وژنه بللې ده.

د لنکیش کورنۍ

لنکیش په مشهوره کورنۍ کې زېږېدلې وه، د لنکیش پتریکي مدېره وه، چې د دې پلار لنکیش پیل کړې وه.

د دې پلار د چپي اند شاعر او لیکوال و، ویاړلې فېلم جوړوونکې کویتا لنکیش د هغې خور ده.

د لنکیش وژنه په اوسنیو کلونو کې د بې پروا سیکولرو او روڼ اندو د وژنې یوه کړۍ بلل کېږي.

له دې مخکې وتلی لیکوال ایم کلبرګی، د خرافاتو خلاف نریندر دابولکر او سیاستوال ګووند پانسري هم وژل شوي دي.

پر ځانګړو لیکوالو بریدونه

وتلی لیکوال مارولا سیډپا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پر ځانګړو لیکوالو بریدونه کېږي:

"ځکه دوی خپل نظر څرګندوي، وژونکي پر ټپټپي سپاره راځي، وژل کوي او ورکېږي ".

ګوري لنکیش له چا سره شخصي دوښمني نه درلود، ځکه پوخ باور دی چې د خپل سیاسي نظر له امله په نښه شوې ده.