تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد پاکستان ته د امریکا د ځانګړې استازې تګ وځنډاوه
- Author, حميد شجاع
- دنده, بي بي سي لندن
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، پاکستان د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغو څرګندونو ناخوښ دی چې څو ورځې وړاندې نوموړي د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې د پاکستان د رول په اړه کرې وې.
له دې همدې کبله پاکستاني حکومت اوس اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې ورتګ ځنډولی.
ټاکل شوې ده چې الېس وېلز، چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره ده، نن دوشنبه اسلام اباد ته سفر وکړي.
نیویارک ټایمز لیکي چې دا به د ولسمشر ټرمپ په واکمنۍ کې پاکستان ته د یوې جګپوړي امریایي چاراکې لومړنی سفر و، چې اوس وځنډېد.
د ورځپاڼې په وینا، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وروسته به دواړه هېوادونو په ګډه د دې سفر لپاره یوه بله نېټه وټاکي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اعلامیه خپره کړې. دواړه خواو د سفر د ځنډېدلو لامل نه دی په ګوته کړی خو نیویارک ټایمز په اسلام اباد کې د امریکایي دېپلوماتانو له قوله لیکي چې د ولسمشر ټرمپ تر وینا وروسته دوی تمه درلوده چې پاکستان په یو نه یو ډول غبرګون ښیي.
ایکسپرېس ټریبیون:
د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د مشال خان په نامه د هغه محصل له پلار سره مرکه کړې چې په اپرېل میاشت کې د مردان په یوه پوهنتون کې د نورو محصلانو لخوا، دین ته د سپکاوي په تور ووژل شو.
اقبال خان په دې مرکه کې ایکسپرېس ټريبیون ته ګېله کړې چې د زوی د قتل قضیه یې په محکمه کې ډېره ورو پر مخ ځي او باید تر دې دمه کوم مهم پرمختګ پکې شوی وای.
دی زیاتوي چې سیمه ییز حکومت د ده د کورنۍ او د وژل شوي مشال خان د قبر د امنیت ساتلو لپاره امنیتي کسان ګومارلي دي.
خو دی په دې اندښمن دی چې ځیني سیمه ییز ملکان او سیاستوال پر ده فشار راوړي او ورنه غوښتنه کوي چې د قاتلینو له کورنیو سره دې یو جوړجاړي ته ورسېږي.
اقبال خان وایي، د خپلو زوی له قاتلینو سره هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي، ځکه دا کار به په راتلونکي کې د همداسې یوې بلې پېښې لامل شي.
د مشال خان د قتل قضیه اوس د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې ته استول شوې ده خو اقبال خان په دې خپه دی چې دې محکمې د راتلونکې ناستې لپاره تر اوسه کومه نېټه هم نه ده اعلان کړې.