افغانستان او امریکا د ګټې ښه ملګري کېدلی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلانوي. د دغې ستراتیژي پر بنسټ ممکن افغانستان ته څو زره نور سرتېري ولېږي.
شنونکي په دې باور دي چې د ډونلډ ټرمپ دې ستراتیژي کې اقتصاد ته ځای ورکړل شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، افغانستان کې ښایي تر ځمکې لاندې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمي، کانونه، ګاز، تېل او نوره شتمني وي.
د ورځپاڼې په لیکنه همدې خبرې د ډونلډ ټرمپ نظر بدل کړی دی او اوس پر دې فکر کوي چې دا شتمني څه ډول را اېستل کېدی شي او امریکا ترې څرنګه ګټه پورته کولی شي.
د تېر جولای پر ۲۸ نېټې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په ورته نظر درلود او لیکلي یې و: "په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې پر پوځي تګلاره پام کوي، په ورته مهال په دې غور کوي چې کابل ته یو پلاوی د افغان کانونو د سپړنې بحث ته ولېږي".
رپوټونه وایي، ښاغلی ټرمپ لېوال دی چین ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له کانونو ترلاسه شوې مړۍ چین تېره کړي.
له افغان کانونو سره امریکا زړه راښکون

د عکس سرچینه، Getty Images
د پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما پرمهال افغان کانونو سره د امریکا حکومتونو ډېر زړه راښکون نه درلود.
په تېرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې ده افغان حکومت له چین سره د مس عینک کان تر ټولو لوی تړون کړی دی.
په شمال کې یې د تېلو اېستلو په هکله هم دوه تړونونه له چین سره او د حاجي ګګ اوسپنې کان د سپړلو تړون یې له هند سره لاسلیک کړی دی.
شنونکی محب شریف وايي، امریکا افغانستان ته اول راتللو سره غوښتل چې ځانونه سیمې ته ورسوي، خو کله چې جګړه سخته شوه، نو امریکایانو سره پوښتنه دا وه چې ولې افغانستان کې بې ګټې جګړه کوي او خپله مالیه ور کوي.
ښاغلی شریف زیاتوي:"دریمه مسله دا وه چې افغان حکومت او نظام کې هم دا وړتیا نه وه چې د امریکایانو پام داسې لوري ته واړوي چې د افغانانو او امریکایانو دواړو ګټه پکې وي".
د نوموړي په خبره، د امریکا هر ولسمشر څه نه څه پر امریکايي تګلاره اغېز لري، د ډونلډ ټرمپ تګلاره او پالیسي هم تر ډېره له سوداګري اغېزمنه ده او همدا وجه ده چې امریکایان اوس له افغان کانونو سره زړه راښکون لري.
افغانستان پر پښو درول که خپلې ګټې لټول

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان جګړه د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي، چې پر خلکو یې ډېر مالي بوج اچوي.
دا نظر هم شته چې امریکا غواړي د افغان جګړې اقتصادي بوج له خپلو اوږو لرې کړي او د همدې لپاره غوره بولي چې افغان کانونه وسپړي.
په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې د افغانستان برخې اجرايي مشر قدیر بهمن وايي، امریکايي شرکتونه د نړۍ په مختلفو برخو کې پانګونه کوي او خورا ښه امکانات لري
د هغه په خبره، که امریکا خپل پانګوال افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د پانګونې شرایط ورته برابر کړي، نو کابل او وشنګټن ښه شریکان کېدلی شي.
د ښاغلي بهمن په وینا، "افغانستان تل تر تله په بهرنیو مرستو تکیه نه شي کولی، د دې لپاره چې افغانستان له دې حالت ووځي، یواځنۍ لار دا ده چې واشنګټن له کابل سره د مرستو پر ځای پانګونه او سوداګري غوره کړي".
خو محب شریف وايي، امریکا چې په خلیج کې له عربو هېوادونو سره ورته تړونونه کړي تر هغه پاتې شوې چې هلته یې خپلې ګټې وي او کله یې چې موخو ته رسېدلې، نو د تړون دویم لوري ته یې شا اړولې ده.
افغان کانونو کې د امریکا مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې ده افغان حکومت له چین سره د مس عینک کان تر ټولو لوی تړون کړی دی.
خو ځینې چارواکي او شنونکي په دې باور دي چې دغه تړون د افغانستان په ګټه ډېر نه دی. پوښتنه دا ده چې له امریکا سره که تړونونه کېږي د ورته اندېښنو مخنیوی به څنګه کېږي.؟
شعیب رحیم چې له برتانیا په اقتصاد کې ماسټري لري وايي، امریکا په شبرغان کې د ګازو برخه کې پانګونه کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا پرمختیايي اداره او د امریکا دفاع اداره پکې ښکېل وو.
ښاغلی رحیم وايي: "دوی د سي اېن جي ګاز په هکله کار وکړ چې ویې کني بیا یې موټرو ته واړوي. خو له بده مرغه هغه پروژه کې ډېرې د فساد کیسې وې، په نړۍ کې د عادي سی اېن جي د نصبولو لپاره ۵ لکه ډالر مصرف راځي، خو دوی په دې ۴۵ میلیونه ډالر مصرف وکړ".
د نوموړي په خبره، همدې مسلې سیګار اړ کړ چې څېړنه وکړي: "خو دفاع وزارت یې په ځواب کې وویل، چې موږ د دې مصرف په اړه نشو ویلی چې د اکار شوی یا نه دی شوی، خو له بده مرغه دې پروژه کې ښکېلو کسانو کار خوشی کړی او نورو برخو کې کا رکوي".
د زورور او کمزوري تړون

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان که له دې مخکې له چین سره تړون کړی، هم د برلاسي لوري د ډېرې ګټې خبره کېږي او که پخوا یې له روسیې سره تړون شوی هم ورته ګومان شته.
اقتصادي شنونکی محب شریف وايي، چې ورته تړونونو کې تل برلاسي لوري ډېره ګته کړې ده.
"د افغانستان تاریخ ته چې وګورو، کومې سیاسي اقتصادي پروژې یا اقتصادي سیاسي پروژې له روسیې یا نورو هېوادونو سره پلې شوې ګټه یې ولس(افغانانو) ته وه، خو ډېره ګټه یې ځواکمن لوري ته وه".
خو د شعیب رحیم په اند، د ورته پروژو د فساد د مخنیوي لپاره مدني ټولنې، دولت او بهرنۍ اقتصادي ادارې ښکېلول پکار دي چې د فساد مخنیوی وشي او افغانستان له کانونو ښه ګټه ترلاسه کړي.
ښاغلی رحیم وايي:"مهمه مسله د کانونو مدیریت دی، افغانان له ډېر وخت راهیسې کانونو ته هیلې لري، خو بیا باید داسې ونه شي چې افغانان بهرني سلاکاران را غواړي او د هغوی له مخې له بهرنیانو سره د کانونو تړونونه لاسلیکوي".
دی وايي، افغان حکومت باید په بهر کې افغان لوستي ځوانان را وغواړي او په کور دننه هم په دې برخه کې پوهې لرونکي کسان وګوماري.
امنیت او اقتصاد او د کان اېستلو اړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان کانونو سره د امریکا زړه را ښکونه په داسې مهال دی چې تر بل هر وخت افغانستان کې بهرني ځواکونه کم شوي او د وسله والو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي.
پر طالبانو سربېره داعش هم په ختیځ کې سر راپورته کړی او دې ډلې په عراق او سوریه کې له سیمو نیولو وروسته له طبیعي زېرمو کار اخیستلو ته مخه کړه.
شنونکی امین الله حبیبي وايي، که امریکا افغانستان کې کانونو ته مخ اړوي، نو امنیت ټینګولو ته یې اړه ده او دا چې په افغانستان کې پر امنیت هم نېغ اغېز لري.
"پانګونه امنیت ډاډمنوي او له یو بل سره تړلي دي. د امریکا لپاره لږترلږه د افغانستان په اقتصادي برخه کې لاسته راوړنې هم داسې یو بری دی چې د پوځي برخې ماتې یې تر سیورې لاندې کمرنګه کېدلی شي".
په افغانستان کې بې کاري داسې څه بلل کېږي چې ډېری افغانان یې د ناامنۍ د زیاتېدلو او د وسله والو لیکو ته د ورتللو سبب بولي.
باور دا دی چې که خلکو ته کار روزګار په لاس ورځي، نو بیا ټوپک ته لاس نه غځوي.








