د شمالي کوریا مشر "له پرېکړې مخکې د امریکا کړنې څاري"

د شمالي کوریا رسمي خبري رسنۍ وايي، د هېواد مشر کیم جونګ اون ته د پوځ له خوا د امریکا ګوام ټاپو ته څېرمه د توغندیو توغولو په تړاو پلان رسېدلی دی.

رسنۍ وايي، کیم جونګ اون "مخکې له دې چې پرېکړه وکړي، له ډېر وخت راهیسې د امریکا کړنې څاري."

په ورته وخت کې، د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس خبرداری ورکړی "که شمالي کوریا پر امریکا توغندی وتوغوي، نو ښايي وضعیت د ماشې تر کشولو او جګړې ورسېږي."

د شمالي کوریا پوځ تېره اونۍ اعلان وکړه چې د امریکا ګوام ټاپو ته د څلورو توغندیو توغولو وخت نژدې شوی، چې په وینا یې یوازې د هېواد مشر له خوا وروستي امر ته په تمه دي.

د پیونګ یانګ دې اعلان تېره اونۍ په سیمه کې ترینګلتیا رامنځ ته کړه، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې شمالي کوریا به "داسې اور او غوسه وویني چې په نړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی."

امریکا ویلي، که د امریکا پر ګوام ټاپو برید وشي، امریکا پر شمالي کوریا غبرګون ته "پوره چمتو" ده.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي این ویلي، د ترینګلتیا د ختمولو په پار یې د هېواد لومړیتوب د خپلو ملي ګټو ساتنه ده، چې دا ټول په سوله ییزه فضا کې ترسره کېدای شي.

نوموړی زیاتوي: "پوره ډاډه یم چې امریکا به اوسني وضعیت ته په پوره ارامۍ او مسؤولیت غبرګون وښيي، داسې چې زموږ له سیاست سره سر خوري."

بل خوا د چین د سوداګرۍ وزارت امر کړی، چې د ملګرو ملتونو د بندیز پربنسټ دې د شمالي کوریا صادرات دې هېواد ته نه پرېښودل کېږي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د توغندیزو ازموینو او پوځي ګواښونو ډېرېدو له کبله بندیزونه ولګول.