"برتانوۍ ماډله منځني ختیځ کې د سېکس لپاره پلورل کېده"

ایټالیا کې د یوې غدۍ په لاس تښتول شوې برتانوۍ ماډلې ته ویل شوي و، چې د انلاین له لارې منځني ختیځ کې د سېکس لپاره پلورل کېږي.

دا خبره د هغې وکیل فرانسیسکو پیسچي رسنیو ته کړې ده.

ویل کېږي چې ۲۰ کلنه کلويي ایلینګ د بلېک ډیت یا تور مرګ په نوم غدۍ تښتولې وه.

ایټالوي پولیس وايي، مېرمن ایلنګ په ګاډي کې بوریګل ته وړل شوې وه او هلته شپږ ورځې لاس تړلې د یوه تش کور په خوبخونه کې ساتل کېده.

ایټالوي پولیس وایي، د غدۍ یو کس نوموړې د برتانیا سفارت ته بوولې وه، ځکه یې خوشي کېدل ممکن شول.

پولیس وايي، تراوسه یې معلومه کړې نه ده چې دې کس څنګه دا کار وکړ.

کلويي ایلینګ د عکس اخیستلو لپاره میلان ته تللې وه او هلته وتښتول شوه.

څنګه وتښتول شوه؟

پولیس وايي، کله چې دا برتانوۍ ماډله د عکس اخیستلو لپاره ټاکلې ودانۍ ته لاړه له تښتوونکو سره مخ شوه.

"دوو کسانو پر اغلې ایلینګ برید وکړ، په کیټاماین سره یې بې هوشه کړه او ویې تښتوله".

د دوی په خبره، کله چې دې دې ماډلې ته په زور بې هوشي کوونکي ور کړل شول، لاسونه یې وتړل شول په بوجۍ کې واچول شوه.

"بیا د موټر ډګۍ(ډاله) کې د شمال لوېدیځ تورین له ښار لرې کور ته یووړل شوه".

پولیس وايي، غلو غوښتل پرلیکه یا انلاین بولۍ کې یې وپلوري.

ویل کېږي چې تښتوونکو نوموړې په دوه لکه دېرش زره پونډه پلورله.

له بلې خوا یې د دې ماډلې له تبلیغاتي ډلې بونګه( د پیسو بدل کې د کس پرېښودل) هم غوښتې وه.

د ایلینګ مننه

وکیل فرانسیسکو پیسچي وايي، د جنوبي لندن د کولسډن اوسېدونکې ایلینګ دا هم ورته ویلي چې "منځني ختیځ کې د سېکس لپاره په یو چا پلورل کېده".

هغې ویلي له تښتوونکي سره د دې لپاره سودا اخیستلو ته لاړه چې "په مرګ یې ګواښلې وه".

د هغې وکیل وايي، ایلینګ ته ویل شوي و: "د سودا پر مهال ځینې خلک شته چې څاري یې او په واړه حرکت سره به یې هم ووژني".

د نوموړي په خبره، "ځکه هغې پرېکړه وکړه چې له تښتوونکو سره ښه چلند ولري، هغې ته ویل شوي و چې خوشې کېږي".

مېرمن ایلینګ وايي، "په دې وخت کې پر خپل ژوند وېرېدله".

اغلې ایلینګ د خوشي کېدلو له امله له برتانوي او ایټالوي چارواکو ډېره مننه کوي.

ګډې پلټنې

په دې هکله ایټالیا، برتانیا او پولنډ پلټنې کوي.

پولیسو د پولېنډ دوه شکمن کسان نیولي دي.

ایټالوي پولیسو دوه ورځې مخکې د لوکاس هر با په نوم د ۳۰ کلن پولنډي شکمن کس انځور خپور کړ.

دا کس چې د برتانیا په اولډبري کې یې ژوند کاوه اوس بندي دی.

پولیس وايي دا ښځه شپږ ورځې لاس تړلې خوب خونه کې بندي وه او له ازادېدلو وروسته په میلان کې د برتانیا کونسلګرۍ ته یووړل شوه.

پولیس دا هم وايي چې انسان تښتوونکو د دې ماډلې د پلورلو لپاره څو بولۍ کړې دي.