د مسلمانانو زیارت کې سیک مینجور

د هندوستان او پاکستان پر سرحدي سیمه اتاړي کې د مسلمانانو په یوه زیارت کې له کلونو سیکان مینجوران دي.

دغه زیارت دوو مسلمانو صوفیانو حضرت خدمت علي شاه او حضرت عظمت علي شاه ته منسوب دی.

که څه هم زیارت د سیکانو په سیمه او زیارت کوونکي یې هم ټول سیکان دي، خو بیا یې هم په زیارت کې د مسلمانانو دود دستور خوندي ساتلی دی.

د زیارت پر ودانۍ جنډې ځړول شوي چې په ځینو یې ستوري او پر یو شمېر خو یې د قران کریم ایتونه لیکل شوي، خو زیارت کوونکي یې له یوې مخې سیکان دي.

په زیارت کې هره چارشنبه مېله جوړېږي چې قوالي، کلتوري پروګرامونه، صوفیانه کلامونه او همدارنګه خوراکونه لري.

دغه زیارت پخوانی دی، ځايي خلک وايي، د شاه جهان مغول په وخت کې جوړ شوی دی.

د دوی په وینا زیارت د ۱۶۴۰ او ۱۶۷۰ کلونو تر منځ جوړ شوی دی.

وايي په دې ځای کې د شاه جهان دمه ځای و چې کله ناکله به پکې اوسېده.

دا چې یاد صوفیان له کومه دغې سیمې ته راغلي، په اړه یې څوک معلومات نه لري. ځايي سیکان وايي، اویا کاله وړاندې دا زیارت په بد حالت کې و. کله مسلمانان له دې ځایه پاکستان ته واوښتل، نو ځايي سیکانو په چندو بیا ورغاوه.

د دوی په خبره، کله چې د دواړو هېوادونو پر پوله اغزن تارونه ولګېدل، زیارت ته له پولې د پورې غاړې مسلمانانو تګ راتګ کم شو.

د زیارت د کارګرانو مشر وراثت سینګ وايي، باورونه پخپل ځان کې پخېږي، موږ سیکان یوو، ګردواره کوو، خو پر دغو صوفیانو زموږ باور دومره دی چې هېواد یې ووېشه، خو زموږ عقیده پر خپل حال پاتې شوه.