تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عربستان او ملګري یې پر قطر بندیزونه سختوي
د سعودي عربستان په مشرۍ څلور عرب هېوادونه- چې له قطر سره یې هر ډول اړیکي شلولي- پر دغه هېواد د بندیزونو سختولو خبره کوي.
د دوی دا بیانیه له هغه وروسته ده چې قطر یې ۱۳ غوښتنو ته (نه) ځواب ور کړ.
د بیانیې په خپرولو سره سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر او بحرین وايي، د دوی غوښتنو ته دوحه د (نه) په ویلو سره دا ښیي چې "د ترهګرۍ له ملاتړ" لاس نه اخلي.
دا داسې تور دی چې دوحه یې ردوي او وايي، د دغو څلورو هېوادونو غوښتنې "نه منطقي او نه هم عملي" دي.
په دې غوښتنو کې له ایران سره د قطر د اړیکو پرې کول او د الجزیره تلوېزون د خپرونو بندل هم راځي.
د څلورو عرب هېوادونو په وروستۍ بیانیه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل جبیر له خولې ویل شوي، د قطر له نه ځواب وروسته ریاض او ملګري یې پر دوحه بندیزونه سختوي او اړیکي به یې ور سره نه وي.
دغو هېوادونو تېره میاشت ناڅاپه قطر "د ترهګرۍ په پراخ ملاتړ" تورن کړ او له دغه هېواد سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکي پرې کړل.
په ورته مهال د جرمني په هامبورګ کې د جي شل ډلې سرمشریزه کې- چې د نړۍ اقتصاد یې په لاس کې دی- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د قطر او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د کړکېچ اوارولو نوې هڅې پیل کړې دي.
امریکا د دې کړکېچ په لومړیو کې د قطر پر ضد د ډونلډ ټرمپ د سخت دریځ له امله د ریاض ملاتړ وکړ، خو د څو اونیو په تېرېدلو سره یې د ښکېلو لورو ترمنځ د پخلاینې دریځ خپل کړ.