تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قرغز ولسمشر د لور د تي ورکولو عکس جنجال جوړ کړی
د قرغزستان د ولسمشر لور عالیه شاغیوا باندې په دې یو شمېر نیوکې وشوې چې په خپرو شویو عکسونو کې چې خپل زوی ته یې شیدې ورکولې، نیمه بربنډه وه.
المازبیک اتمباییف له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د قرغزستان ولسمشر دی چې ۷۵ سلنه وکړي يې مسلمانان دي.
سږکال مې میاشت کې عالیې پر اینستاګرام خپل داسې یو هنري انځور خپور کړ چې واسکټ او نیکر یې ځان کې دي او زوی ته یې خپلې شیدې ورکولې. دې انځور په هېواد او د باندې لوی بحثونه راوپارول.
په پوست کې یې لیکلي ول: زه به خپل اولاد ته هرکله او هرځای چې اړتیا ولري شیدې ورکړم. وروسته له ډېرو نیوکو هغې خپل عکس لېرې کړ.
عالیه شاغیوا وپېژنئ. دا ۲۰ کلنه او یوه هنرمنده ده. دې له یوه روسي، کانستنتېن سره واده کړی دی.
د عکس اخیستلو پر مهال یې زوی تاګیر شپږ میاشتنی و.
عالیې د غبرګونونو په ځواب کې وویل: "د عزت په اړه قانون او فکرونه ښايي له وخت او دود سره تړاو ولري".
د ینساګرام پر ټولنیزې شبکې د دغو عکسونو خپراوي سره په دې هېواد کې د ولسمشر د لور په اړه بحثونه ډېر تاوده شول.
عالیې له دغو نیوکو او بحثونو وروسته خپل اینستاګرام وتاړه.
د ښځو یوې نادولتي موسسې په یوه رپوټ کې لیکلي ول چې په دې وروستیو کې له مذهبي لیدلوري پر مسلو بحث کول د ښځو پر وړاندې تعصب پارولی دی.
عالیې وروسته خپلو مرکو کې وویل: "په لومړي کال کې ماشوم مور سره نژدېوالي ته اړتیا لري. ما ته ډېره ګرانه ده چې وګورم یو ماشوم ژاړي او له لوږې کړېږي ځکه چې مور یې په عام ځي کې شیدې نه شي ورکولی. ما ته د خپل ماشوم پالنه د خلکو تر خبرو ډېره مهمه ده."
دا زیاتوي: " ما فکر نه کاوه چې زما عکسونه به څوک خوابدي کړي ".
قرغز ټولنه کې په عام ځي کې ماشوم ته شیدې ورکول عادي دی خو ښځې خپل تيونه پټوي.
عالیه د دې دود ملاتړ کوي خو خپل داسې یو عکس یې خپور کړی و چې له دې دود سره یې اړخ نه لګاوه.