د عبادت لپاره لاسپېکر ضروري دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شکیل اختر
- دنده, هند
د اترپردېش په لوېدیځ ښار بریکي کې ځینو مسلمانانو او هندوانو له ځايي چارواکو غوښتي چې په روژه کې پېشلمي ته د خلکو پاڅولو لپاره د لاسپېکر هغه غږ چې خلک له خوب پاڅوي بندیز ولګوي.
چارواکو له اړوندو جوماتونو غوښتي چې د لاسپېکر یا تولۍ غږ تر مناسبې اندازې کم کړي او که داسې و نه کړي، نو لاسپېکرونه به یې له جوماتونو ټول کړي.
د هند سترې محکمې د لاسپېکر کارولو لپاره لارښود ټاکلی.
د دغه لارښود له مخې د لاسپېکر غږ ټاکلې اندازه لري او د شپې له لسو د سهار تر شپږ بجو یې هم پر کارولو بندیز دی، ځکه د قانون د ۲۱ مادې له مخې ارام خوب د انسان بنسټیز حق دی.
یو کس شکایت کړی چې پلار یې د زړه ناروغ دی، تېر کال یې عملیات کړي، خو د لاسپېکر د غږ له امله یې پلار او ۷۳ کلنه مور له څو شپو راهیسې خوب نه شي کولی.
د هغه په خبره، جومات وي که مندر د نورو د ارام لوټلو حق نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېرو ورځو کې د هند د کیرالا ایالت په ملاپورم کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، داسې رپوټونه وو چې خلکو ته د تکلیف نه رسولو په موخه ځینو جوماتونو په خپله خوښه لاسپېکر کې اذان منع کړی دی.
لاسپېکر کې اذان روا که ناروا؟
څو لسیزې مخکې په هند کې ملایانو پر دې ناندرۍ درلودې چې په لاسپېکر کې اذان کول روا دي یا ناروا؟
اوس د هند په لکونو جوماتونو کې ښايي یو نیم داسې وي چې لاسپېکر ونه لري.
د کال ۱۱ میاشتو کې لاسپېکر یوازې د اذان لپاره وي، خو روژه کې ډېرو جوماتونو کې تراويح او لمونځ هم لاسپېکر کې خپرېږي.
لاسپېکر په خپل زورور غږ سره په پېشلمي کې هم خلک له خوب پاڅوي.
څه موده وړاندې د هند وتلي سندرغاړي سونو نېګم په لاسپېکر کې د اذان خپرولو سره غبرګون ښودلی و. نوموړي ویلي وو چې دی د اسلام او اذان سره ستونزه نه لري خو په لاسپېکر کې اذان خپرول د خلکو خوب خرابوي او دا په یو ډول په زوره پر یوه کس د مذهب تپل دي.
د مندرونو لاسپېکر
په مندرونو کې هم سهار لاسپېکر کې وعظ کېږي.
په مذهبي مراسمو او کنسرتونو کې دا مهال د لاسپېکر غږ ډېر اوچت او شمېر یې هم زیات شوی دی.
اوس لاسپېکر د مذهبي ټکر او کرکې یوه وسیله او کارول یې هند کې د ډېرو لپاره سزا ګرځېدلې ده.
اوسني پېچلي او ستړي ژوند کې د مذهبونو او روحانیت اهمیت ډېر شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په عبادتځیو کې لاسپېکر کارولو د روحانیت ارامه فضا نارامه کړې ده.
د ځينو خلکو په وينا، مذهبونه د سولې او مینې پیغام لري، د دې وخت راغلی چې جوماتونه او نور عبادتځي دا حقیقت ومني چې مذهبي او روحاني خدمت له لاسپېکر پرته هم په ښه ډول کېدلی شي.
که لاسپېکر خلکو ته ستونزه جوړوي نو پرېښودل او لرې کول یې انساني او مذهبي فریضه ده.








