کوم هېواد کې روژه اوږده ده؟

د ویډیو تشریح، سږ کال به اروپايي هېواد ایسلنډ کې د روژې ورځې تر ټولو اوږدې وي

د شنبې پر ورځ د نړۍ ډېری هېوادونو کې مسلمانان روژه نیسي. بېلا بېلو هېوادونو کې د روژې لومړۍ ورځ په بېلو نېټو او موسمونو کې پیلېږي. دغه راز د روژې د ورځو اوږدوالی او لنډوالی هم د بېلابېلو هېوادونو د لمر خاته او لمر لوېده پورې تړاو لري.