تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن اورلګېدنې حال د انځور په ژبه
د چهارشنبې په سهار د لندن لوېدیځه سیمه کې یوه لوړه ودانۍ، ګرینفل ټاور اور واخیست چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. اور په څلورم پوړ کې پیل شو او د دغې ۲۴ پوړیزې ودانۍ لوړ سره ته وخوت چې ټوله یې وسوځوله. په قربانیانو کې افغانان هم ول.
ګرینفل ټاور ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه یې درلودل، د ښاروالۍ اړوند وه، خو ویل کېږي ساتنه یې یوه خصوصي شرکت کوله.
ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده چې د حکومتي کورونو د یوې لویې پروژې برخه وه.