تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن د دوو بریدګرو هویت اعلان شو
د برتانیا د پولیسو سکاتلنډ یارد څانګې د لندن برېج د دوو بریدګرو نومونه اعلان کړل.
یو کس یې ۲۷ کلن خرم بټ دی چې واده یې کړی، اولاد لري او د لندن ختیځه سیمه بارکنګ کې ژوند کوي.
سکاتلنډ یارد د دوشنبې په ورځ وویل چې خرم بټ پولیسو او د دغه هېواد کورنۍ استخباراتي ادارې ام ای ۵ ته معلوم و، خو داسې شواهد یې نه درلودل چې وښيي د یوه برید په ترسره کولو کې دې لاس ولري.
دوهم کس راشد رضوان نومېږي چې ۳۰ کلن ښودل شوی دی چې تر دې دمه یې په اړه ډېر معلومات نشته.
دغه دوه کسان له یوه بل کس سره د پولیسو په ډزو ووژل شول.
د پلازمېنې لندن په زړه کې د شنبې په شپه درې بریدګرو په موټر او چاکو اووه کسان ووژل او نژدې ۵۰ یې ټپیان کړل.
پولیسو ته د خلکو له لورې خبر ورکړل شوی و چې یو موټر د لندن بریج په سیمه کې پر پلیو خلکو ورغلی دی. برید د لندن پر وخت د ماخوستن پر ۱۰ بجې شوی و.
د لندن د پولیسو مشرې ویلي چې په دې وروستیو کې دغه ښار کې بریدونو ته په کتو، دوی به له دغه ډول پېښو سره د مبارزې لپاره پر خپلې تګلارې له سره غور وکړي.
د پولیسو په وینا د لندن بارکینګ سیمه کې د پلټنو په لومړنیو ساعتونو کې ۱۲ کسان له هغو اپارتمانه ونیول شول چې یوه بریدګر پورې یې تړاو درلود. په دوی یو ۵۵ کلن سړی له کوم تور پرته د پولیسو له خوا بېرته خوشې شو.
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د پېښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.