تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دوستم توره تیاره کې ترکیې ته ولاړ"
نیویارک ټایمز
امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په توره تیاره کې په داسې حال کې د ترکیې پر لور وخوځېد چې په کابل هوايي ډګر کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.
ورځپاڼه زیاتوي، ویل شوي چې دوستم د ناروغۍ له امله دغه هېواد ته تللی، خو وايي که څه هم دی په امبولانس الوتکه کې ترکیې ته روان شو خو هغه د بل چا له مرستې پرته الوتکې ته پورته شو.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې د دوستم زوی هغه دې ته قانع کړی چې ترکیې ته ولاړ شي، ورځپاڼې د لوېدیځو او افغان چارواکو په حواله لیکلي چې ښايي دا د ښاغلي دوستم د جلا وطنۍ د نوي پړاو پیل وي.
ګارډین
په همدې تړاو بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي، عبد الرشید دوستم د هغو جنګسالارانو له ډلې یو دی چې هېڅکله پر هغو جرمونو رسماً نه دي تورن شوي چې ویل کیږي دوی په تېرو کلونو په جګړو کې کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي درې شپیته کلن عبد الرشید دوستم په رښتیا هم ناروغ دی او په تیرو کلونو کې یې په منظمه توګه یې ترکیې ته سفر کړی.
ورځپاڼه وايي، ویل کیږي دوستم له شرابو سره د تړلو ناروغۍ او له شکرې ناروغۍ کړیږي.
ډیلي میل
بله بریتانوۍ ورځپاڼه ډیلي میل لیکي، د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي تر اوسه یې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو سرتېرو د شمېر په اړه سپارښتنه نه ده کړې چې په پام کې ده افغانستان واستول شي.
The Nation
پاکستانۍ ورځپاڼې The Nation خپله سرمقاله په افغانستان کې د پاکستان سفارت د دوه کارکوونکي د نیول کیدو ته ځانګړې کړې ده او زیاتوي چې د دغو کسانو نیول کیدو ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته یو بل ګوزار دی.
ورځپاڼې په اسلام آباد کې د افغان سفیر عمر زاخیلوال هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې د ورځپاڼې په وینا ویلي و طالبان د پاکستان د دولتي ملاتړ له امله پیاوړي دي.
ورځپاڼه وايي په دې اړه شکایت چې طالبان څنګه توانیدلي په پاکستان ځانونه خوندي کړي د افغانستان حق دی خو د ښاغلي زاخیلوال دا څرګندونې او په کابل کې د پاکستاني سفارت د کارکوونکو نیول په دې معنی ده چې د ورځپاڼې په وینا افغانستان غواړي پاکستان د خپلو ستونزو لپاره د قربانۍ د یوه ګډ په توګه قرباني کړي.
الخلیج
اماراتۍ ورځپاڼه الخلیج لیکي چې په سعودي عربستان کې د سرمشریزو د خبري پوښښ لپاره څه باندې پنځه خبریالان دغه هېواد ته ځي.
ورځپاڼې د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر هغه خبرې را اخستې چې وايي د ښاغلي ټرمپ د سفر پرمهال به د امریکا او سعودي ترمنځ هغه دوه اړخیزې هوکړې وروستۍ شي چې په اقتصادي برخه کې دواړه هېوادونو ته د پرمختګ لاره هواروي.