لس کلنې نجلۍ ته د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه ورکړل شوې

د عکس سرچینه، AFP
د هند شمال هریانه کې د ډاکټرانو یوې ډلې د هغې ۱۰ ماشومې له ګېډې د ماشوم لرې کولو غوښتنه منلې، چې د جنسي تېري پایله کې مېندواره شوې وه. ډاکټر اشوک چوهان بي بي سي ته ویلي، د دغې ماشومې حمل له دې وروسته ضایع کېدای شي.
دغه نجلې پنځه میاشتې مخکې مېندواره شوه. نوموړې پر خپل ناسکه پلار ( پلندر) تور پورې کړی، چې جنسي تېری یې پرې کړی دی. پولیسو دغه سړی نیولی دی.
د هندي قانون له مخې که ډاکټران د کومې مېندوارې ښځې ژوند ته خطر نه ویني، د مېندوارۍ له ۲۰ اوونۍ وروسته د حمل ضایع کېدو اجازه نه ورکول کېږي. د دغې ماشومې قضیه کې د روهتک ښار یوې محکمې ډاکټرانو ته ویلي و، چې د دوی مشوره به ومنل شي.
هند کې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې دي، خو په دې اړه معمولاً ډېر څه نه ویل کېږي.

د عکس سرچینه، MANOJ DHAKA
څېړنې ښيي، چې د روهتک ښار د دغې ۱۰ کلنې ماشومې قضیې په څېر ډېری تېري کونکي داسې دي، چې د ماشومانو خپلوان او یا پېژندګلو وي. تېره اونۍ د ماشومې مور، چې کورونو کې خدمت کوي پر خپله لور شکې شوې وه، چې مېندواره ده او له هغه وروسته یې د ډاکټر لیدو ته بیولې وه.
رپوټونو کې ویل شوي دغې ښځې به دندې ته له وتلو وروسته ماشومه کور کې یوازې پرېښوده او د نوموړې پلندر پرې پرلپسې جنسي تېری کاوه. ویل کېږي تېري کونکي ماشومې ته ګواښنه کړې وه، چې حال به نه وايي.









