تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: پاکستان کې د لعل شهباز قلندر تلین ته چمتوالی
د روانې مې میاشتې په ۱۸ نېټه د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر ۷۶۵ تلین لمانځل کېږي. دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د پاکستان له بېلا بېلو سیمو یو شمېر کسان ګډون ته چمتوالی کوي.
دغه زیارت کې د روان کال فبرورۍ میاشت کې ځانمرګي برید شوی و، چې له کبله یې د چارواکو په وینا ۷۶ کسان وژل شوي وو او ۲۵۰ نور ټپیان وو.
ځايي چارواکي وايي، د تلین مراسمو کې یې د امنیت لپاره بشپړ چمتوالی کړی او د امنیتي ځواکونو ګڼ کسان یې په دنده ګومارلي دي.
چارواکو ویلي د امنیتي کمرو تر څنګ به د مراسمو پر مهال ډرون هم وکاروول شي.
لعل شهباز قلندر زیارت د سند په سیهون نومي ښار ګوټي کې دی او ډېری اوسېدونکي یې د درې ورځنیو مراسمو پر مهال د خپلو کورنو یوه برخه زیارت کونکو ته د کرایې بدل کې د اوسېدو لپاره ورکوي.