تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
" وسلوال طالبان د خپلو ملاتړو زدکوونکو د کامیابولو لپاره ښوونکي ګواښي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ګارډین:
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په افغانستان کې په ښوونځیو کې د وسله والو طالبانو د مداخلي په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د ختیځ په ځینو سیمو کې وسله وال ښوونکي ګواښي چې د لوړ صنفونو هغه زدکوونکي کامیاب کړي چې د طالبانو په لیکو کې په جګړه کې برخه اخلي.
په سیمه کې د زدکړې په برخه کې فعالینو ویلي چې دغه زدکوونکي نالایق دي او طالبان ښوونکي ګواښي چې دغه زدکوونکي غیر حاضر هم نه کړي.
په دې اړه د ګارډین په ځانګړي رپوټ کې ویل شوي چې طالبان اړ نه دي چې ټول ښوونکي وګواښي ځکه ځینې ښوونکي د طالبانو د ډلې غړي دي، دا هغه استادان دي چې د ورځې په ښوونځي کې دنده ترسره کوي او د شپې پرمهال ټوپک اوږې ته اچوي.
په کونړ ولایت کې د ښوونکو یوه ټرینر ویلي وسله وال طالبان ښوونځیو کې د خپلو کسانو د مقررولو هڅه کوي او ګواښ کوي که د دوی کسان پر دنده ونه ګمارل شي نو ښوونځي به وتړي.
ډان:
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د پاکستاني طالبانو د ډلې د پخواني ویاند احسان الله احسان په اړه - چې له پاکستاني پوځیانو سره دی- یوه مطلب کې لیکلي چې د هغه د اوسني وضعیت په اړه ډیرې پوښتنې شته.
لیکوال زیاتوي چې ایا ده هم لکه د عصمت الله معاویه په څیر د یوې معاملې په پایله کې له وسله وال فعالیت لاس اخیستی؟ د لیکوال په وینا معاویه چې د پنجابي طالبانو مشر بلل کیده په ۲۰۱۴ کال کې اعلان وکړ چې نور په پاکستان کې فعالیت نه کوي او خپل فعالیت تر افغانستان پورې محدودوي. لیکوال پوښتنه کوي چې ایا احسان هم د داسې یوې معاملې په پایله کې تسلیم شوی؟
په مطلب کې ټینګار شوی چې د احسان قضیه د دولت لپاره یو ازمایښت دی او دولت باید دا په ډاګه کړي چې ایا د هغه د تسلمیدو تر شا کومه معامله شته او کنه؟
هندي ورځپاڼو د هغه هندي د قضیې په اړه ډیر مطالب خپاره کړي چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی او اوس په اعدام محکوم شوی، د عدالت نړیوالې محکمې پرون د هند د غوښتنې له مخې د کلبوشان یادوف د اعدام د ځنډولو پریکړه وکړه، هندوستان ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي چې پاکستان پر هند تور لګوي چې په بلوچستان کې نارامۍ ته لمن وهي، خو زیاتوي چې په دې اړه یې کره شواهد نه دي وړاندې کړي.
نیویارک پوسټ:
نیویارک پوسټ خپرونې په خپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د مخکني ولسمشر باراک اوباما پر کړنو سختې نیوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو ناسمو کړنو د جبران هڅه کوي او په دې برخه کې به خپل مسؤولیت ادا کړي، په ځای د دې چې انتظار وباسي دې ته چې یو ځل بیا پر امریکا برید وشي.
نیویارک پوسټ پخوانیو تجربو ته هم ا شاره کړې ده چې امریکا افغانستان ته شاه کړې وه.