تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډان لیکس: پوځ د نواز شریف امر رد کړی
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له لوري د شنبې په ورځ د ډان لیکس په تړاو د پلټونکې جرګه ګۍ د سپارښتنو په رڼا کې امر د پوځ د عامه اړیکو ادارې رد کړی.
ویل کېږي چې تېر کال اکټوبر کې ډان د نارسمي ګوندونو په مقابل کې د حکومت او پوځ پر اختلاف رپوټ خپور کړی، خو دواړو دا رپوټ بې بنسټه او د ملي ګټو خلاف بللی دی.
له هغه وروسته لومړي وزیر نواز شریف د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید هم له دندې ګوښه کړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور باجوه د لومړي وزارت له خوا د امر ردول په ټوېټ کې روښانه کړي دي.
"د ډان لیکس په تړوا د پلټونکي بورډ له سپارښتنو سره سمون نه خوري، دا امر ردېږي".
په دغه امر کي د هېواد د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د یوې موضوع د رپوټولو لپاره د اصولو او قواعدو د ټاکلو غوښتنه شوې.
د پوځ د دغه ګام په غبرګون کې یې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار غلي خان وویل، چې د اصلي امر جاري کولو ته وخت شته.
ښاغلي نثار دا هم ویلي، چې د دغه فرمان جاري کول د کورنیو چارو وزارت کار دی، نه د پوځ.
د پوځ او حکومت ترمنځ وروستۍ پېښې په خواله رسنیو کې شور جوړ کړی.
شنونکي هم د پوځ څرګندونې نامناسبې او د دود خلاف بولي
د پاکستان د مسلېم لیګ او ولسي جرګې پخوانی غړی ایاز امیر وايي، دا پېښه د پوځ او حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په مانا ده: "ښايي پایله یې هم د پاناما سندونو په پلټنه کې روښانه شي چې هلته لومړی وزیر د پوځ له استازو سره مخ کېږي".
ایاز امیر وايي، په تېر کې یې د پوځ له خوا د داسې بیانیو خپرېدل په یاد نه دي. "پوځ حکومتونه پرځولي، خو داسې بیان یې نه دی ور کړی".
د پوځي چارو شنونکی شوکت قادر هم د پوځ دا ګام نامناسب او د پوځ او حکومت ترمنځ د اړیکو د خرابېدلو په مانا بولي.